لوبېلوبې خبرونه

افغان کرکټ ملي لوبډله جون مياشت کې سريلانکا ته د سیالیو لپاره ځي

ټاکل شوې ده، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې جون په لومړیو کې د دريو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په موخه سريلانکا ته سفر وکړي

افغان لوبډله به د سريلانکا په همبانټوټا ښار کې له سیالې سريلانکايۍ لوبډلې سره د جون میاشتې پر دویمه، څلورمه او اوومه نېټه درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کوي.

نور ولولئ: افغان کرکټ ټیم پاکستان ته پرلپسې دویمه ماتې ورکړه

په دې تړاو د افغانستان کرکټ بورډ په یوې خپاره شوي خبر کې ویلي دغه سیالۍ د سريلانکا په کوربتوب ترسره کېږي او د افغان لوبډلې لپاره به د کرکټ نړیوال جام سیالیو د چمتو والي لپاره اغېزمنې او ګټورې وي.

په دې اړه د افغانستان د کرکټ بورډ اجراييوي رييس وايي

د افغان کرېکټ بورډ اجرايیوي مشر نصیب خان په وینا، دغه درې نړیوالو‎ې سیالۍ د سريلانکا کرکټ بورډ سره د خبرو په پایله کې تنظیم شوې دي او په دې تړاو د خپلو خبرو له پایلو خوښ دي.

د ښاغلي نصیب خان له قوله ویل شوي د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکو سفرونو د بشپړ پروګرام سربېره، دوی هڅه کوي چې له سريلانکا او نورو کرکټ ادارو سره خبرې وکړي.

نور ولولئ: د کرکټ درې اړخیزه لوبلړۍ؛ د افغان تنکیو ځوانانو لوبډله پایلوبې ته ووته

افغانستان وار دمخه د ۲۰۲۳ ميلادي کال نړیوالو پنځوس اوریزو سیالیو ته لار موندلې خو سريلانکا نړیوال جام ته د لار موندنې لپاره باید د غوراوي نور پړاونه هم تېر کړي.

په ټوله کې لس هېوادونه په دغه نړيوال جام کې لوبيږي

تر دې دمه په نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون، انګلنډ، نیوزیلینډ، اسټرالیا، بنګله دېش، پاکستان او ویسټ انډیز ګډون کره شوی دی. په ټوله کې به لس لوبډلې له یو بل سره مخ کېږي.

نور ولولئ: افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

افغان لوبډلې په تېرې نومبر میاشت کې هم له سريلانکا سره درې یو ورځنۍ لوبې درلودې چې یوه یې افغانستان او بله سريلانکا ګټلې وه او یوه لوبه هم د باران له کبله بې پایلې پای ته رسېدلې وه.

تر هغو لوبو وروسته د افغانستان د ټولو نمرو یا پواینټونو شمېر ۱۱۵ ته ورسېد.‌

هغه وخت د کرکټ‌ نړیوالې شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي‌ وو “افغانستان په هند کې د یوه ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې ځای خپل کړی.”

ډېری افغانان د افغانستان کرکټ بورډ له ادارې د لوبو د کمښت له وجهې شکايت کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button