لوبې خبرونه
افغان کرېکټ ملي لوبډلې انګلنډ ته په ۸ منډو ماته ورکړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام سیالیو په خپله دویمه لوبه کې انګلستان ته په ۸ منډو ماته ورکړه.
نن ابراهیم ځدراڼ د افغانستان د توپ وهنې ښکلې ننداره وړاندې کړه او تاریخ جوړونکی لوبغاړی شو.
شاغلی ځدراڼ د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې هم په نړیوال جام او هم په چمپینز ټرافي کې سلیزې کوي، ۱۷۷ منډې یې وکړې.
د نن ورځې غوره لوبغاړی هم ابراهیم ځدران اعلان شو.
په توپوهنه کې حشمت الله شهیدي او ابراهیم ځدراڼ د منډو ملګرتیا د انګلنډ د ښه بالینګ او ویکټ اخیستو بهیر ودراوه.
په دغه لوبه کې د افغان لوبډلې لپاره عظمت عمرزی ښه وځلېد او د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي یې وسوځول.