امام علي رحمان: ښايي په افغانستان کې وضعیت لا خراب شي

ځړول شوی:جولای 22, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

د افغانستان وضعیت به نور هم خراب شي

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې به وضعیت لاخراب شي. د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، ښاغلي رحمان چې په قرغزستان کې یې د منځنۍ اسیا د هېوادونو په سرمشریزه کې وینا کوله ویلي چې دافغانستان پېښې به د منځني اسیا پر هېوادونو منفي اغیزې ولري.

افغانستان کولای شي د جیو پولیټیکل انډول او د اروپايي ځواکونو په مرکز بدل شي

د تاجکستان ولسمشر ویلي چې افغانستان کې وضعیت کولای شي چې ان په جیوپولیتکي انډول او د یورو اشیا په ځواکونو کې بدلون راولي. ایشیا پلس خبري شبکه د اکي پریس خبري اژانس له قوله ویلي چې ښاغلي رحمان په افغانستان کې د وضعیت د خرابېدو په اړه خپلې اندېښنې د مینځني اسیا د هېوادونو د ولسمشرانو په څلورمه مشورتي غونډه کې چې د قرغزستان په چالپون اتا تفریحي ښار کې جوړه شوې وه بیان کړې.

د تاجکستان د ولسشمر له قوله ویل شوي چې له هغه مهال راهیسې چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، دې ډلې د خپل نظام د مشروعیت په اړه د نړیوالې ټولنې او افغانستان د خلکو د قانع کولو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی.

نور یی ولوله | د پاکستان پلاوي امیر خان متقي سره وليدل

نور یی ولوله | د پاکستان دولتي پلاوی د مختلفو موضوعاتو څېطړلو په موخه کابل ته رارسېدلی

ښاغلي رحمان ویلي چې طالب چارواکو هغه چارې چې په هېواد کې د وضعیت د کنټرول، امنیت د ټینګولو او د اقتصادي ستونزو د هوارولو په برخه کې د هغوی وړتیاوې په ډاګه کړي، نه دي ترسره کړي. طالبانو مخکې پر تاجکستان تور پورې کړی و چې د افغانستان چارو کې لاسوهنه کوي.

د تاجکستان ولسمشر ویلي طالبان له ژمنو سره، سره د یوه ټولګډونه حکومت چې ټولې سیاسي ډلې او قومونه په ګې ګډون ولري مخالف دي. ښاغلي رحمان دغه راز طالبان تورن کړي چې د بېلا بېلا قومي ډلو پر وړاندې خشن سیاست کوي. طالبانو په دې اړه تراوسه غبرګون نه دی ښوولی، خو په تېر کې یې ادعا کړې ده چې د دوی په حکومت کې د هېواد د ټولو قومونو غړي شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.