سیمه ییز خبرونه

امرالله صالح وايي، انور کاکړ د څو ورځو صدراغظمۍ په خاطر خپل قوم ته سپکاوی کوي

امرالله صالح ویلي چې انور کاکړ د څو ورځو واک لپاره ارزښتونه تر پښو لاندې کوي او هېڅ نه ویني

امرالله صالح پر X پاڼه لیکلي چې انور کاکړ د څو ورځې صدراغظمۍ په خاطر ټول ارزښتونه تر پښو لاندې کړل او د پوځ لپاره هر هغه څه کوي چې ورته ویل کېږي او یا په اصطلاح ورته امر کېږي.

د پاکستان د موقت صدراعظم انورالحق کاکړ هغو څرګندونو په پراخه کچه توند غبرګونونه پارولي، چې ویلي یې دي د پاکستان تر واک لاندې پښتانه د دوی د نیکونو لخوا خرڅ کړل شوي او له کابل څخه په کراچۍ کې زیات پښتانه ژوند کوي.

نور ولولئ: پاکستاني محاکمو په ۳ مقدمو کې د نواز شريف ضمانت منظور کړ

د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح د هغه د څرګندونو په غبرګون کې ویلي: د داسې هېواد د موقت صدراعظمۍ لپاره دې ځان او قوم ته سپکاوی وکړ، چې یو الله او بل یې پوځ پوهیږي څومره ورځې به دا هېواد دوام وکړي.

انور کاکړ یې سخت ننګولی

صالح په یوه اوږده لیکنه کې کاکړ مخاطب کړی او ویلي، چې د دغې خبرې پر مهال یې ولې پښېماني او افسوس څېره کې نه و او آیا رېښتیا د هغه څه په اړه خوښ دی، چې دی یې د ځان او خپل قوم پلورل بولي؟

امرالله صالح د ګندمک تړون ته په اشارې ویلي، چې هغه تړون د یوه تښتیدلي پاچا لخوا انګرېزانو سره لاسلیک شوی او هېڅ اعتبار نه لري.

نور ولولئ: محکمې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د محاکمې د استیناف پرېکړه ځنډولي

نوموړي دغه راز د کاکړ هغه څرګندونې بې اساسه بللي، چې افغانستان یې د پاکستان پوروړی بللی.

د صالح په وینا، پاکستان د طالبانو له ملاتړ سره د لسګونه زره افغانانو د مرګ مسوول دی او دی ویاړي چې د یوه ویاړلي افغان په توګه د طالبانو خلاف جنګیږي.

د انور کاکړ څرګندونو ته توند غبرګونونه

دا په داسې حال کې ده چې انور کاکړ په پاکستان کې د ملت‌پالو ګوندونو له لوري او په خپله د افغان شخصیتونو له طرفه له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوی او ډېری ورباندې غږ کړی چې د پنجابي پوج لپاره دې خپل غیور قوم او ځان ته سپکاوی نه کوي او نه دې داسې بې اساسه څرګندونې کوي چې سبا هم ځان په کې خرابوي او هم د خپل قوم تاریخ.

داسې ښکاري چې انور کاکړ ته دا دنده ورکړل شوي تر څو له یوې خوا افغان کډوال له پاکستان وباسي او بل لورته د پښتنو پر ضد پاروونکي څرګندونې وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button