نړیوال خبرونه

امریکا وايي، اوکراین ته د مسکو پر ضد یورانیمي وسلې ورکوو

د امریکا دفاع وزارت وايي، د اوکراین پوځ ته به هغه وسلې وسپاري چې یورانیم لري

څو ورځې وړاندې د روسیې بهرنیو چارو وزیر واشنګټن ته د پېغور په ژبه ویلي وو، تاسو شل کاله افغانستان کې پاتې شوی خو خپله موخه مو تر لاسه نه کړه. له دې اشارې یې موخه دا وه چې یعنې غربي هېوادونو به په اوکراین کې هم بریالي نه شي او نه به خپلو موخو ته ورسېږي.

نور ولولئ: ناټو چین ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین خلاف روسیې ته وسلې ورنه کړي

خو پنټاګون بیا د هغو راپورونو پخلی کړی، چې امریکا به اوکراین ته د روسیې پر ضد، کمزوري یورانیم لرونکې وسلې ورکوي، چې په جګړه کې يې وکاروي.

د تسنیم اژانس د راپور پر بنسټ، د امریکا د دفاع وزارت پرون چهارشنبه اعلان وکړ، چې له اوکراین سره د ۱۷۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو د یوې نوې کڅوړې له مخې به کییف ته د کمزوري شویو یورانیم لروونکي ټانک وسلې ورکړي.

سږ کال منی د لږو غني شوو یورانیمو وسلو ورسپارل

تر دې وړاندې رویټرز راپور ورکړی و، چې امریکا به اوکراین ته د کمو غني شويو یورانیمو وسلې سږ کال منی ورسپاري، د ابرامز ټانکونو له لوري د دې وسلو د کارونې په اړه خورا زیاتې اندېښنې راپورته شوي دي.

دې ته په پام سره چې په جګړه کې د کمزوري شویو یورانیمو وسلو کارونه د انسان روغتیا او چاپېریال ته څومره ډېر زیان رسوي، روسیه او اوکراین دواړه د دې ډول وسلو په کارولو کې له احتیاطه کار اخلي.

اوس مهال، متحده ایالات او نږدې ملګري یې لکه انګلستان هڅه کوي، چې همدا ډول وسلې اوکراین ته چمتو کړي، له دې داسې څرګندېږي چې دوی د کړکېچ د ډېرولو په لټه کې دي.

د روسیې غبرګون به څه پایلې لري؟

د امریکا له اعلان سره سم تر اوسه مسکو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو ډېر باور دادی چې دوی به هېڅکله دغه حساسه مسئله بې له غبرګون ښودلو پرېنږدي. دوی لا له وړاندې د اټومي وسلو د نصبولو امر کړی و، خو اوس به معلومه شي چې د امریکا ددې نوي پرېکړې په غبرګون کې څه ډول اقدام کوي او څه ډول تصمیم نیسي.

نور ولولئ: امریکا، اوکراین ته د ایف ۱۶ جنګي الوتکو ورکولو سره هوکړه وکړه

په داسې حال کې چې امريکا ته دا روښانه ده، چې اوکراين ته د کمزورو شویو يورانيمو وسلو په ورکولو سره به، روسيه د دې ګام پر وړاندې سخت غبرګون وښيي، ځکه چې تېر ځل هم کله چې برېتانيا اوکراين ته دا ډول وسلې ورکړې وې، روسيې يې په ځواب کې اعلان وکړ چې په سپینه روسیه (بېلاروس) کې تاکتيکي اټومي وسلې نصبوي.

که چېرته خبره د اټومي وسلو استعمال ته لاړه شي، نو کېدای شي چې د اوکراین جګړه نوره هم خونړۍ شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button