نړیوال خبرونه

امنیت شورا د یوناما ماموریت غځولی

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د يوناما ماموريت غځولی او د دې سازمان له سرمنشي یې له طالبانو سره د تعامل د څرنګوالي مشوره غوښتې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنجشنبه د ( مارچ پر ۱۶مه) په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستندویه ماموریت (یوناما) چارې د یوه بل کال لپاره وغځولې.

خو د دې شورا غړو له دې سره هممهاله د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتېرېش غوښتي چې افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د تعامل او د ښځو او نجونو پر حقونو د محدویتونو په ګډون ننګونو سره د مبارزې څرنګوالي په اړه یوه خپلواکه ارزونه وړاندې کړي.

امنیت شورا ویلي چې د همغږه او منسجم چلند د څرنګوالي دا وړاندیز دې د نومبر تر نیمایي ور وسپارل شي.

په راپورونو کې راغلي چې ښاغلی ګوتېرېش او ټیم یې ښايي د دې ارزونې لپاره د متخصصانو یوه خپلواکه ډله وګوماري.

نور ولولئ: د یوناما مشره: طالبان د نړیوالو اندېښنې بابېزه ګڼي او افغانانو ته زیان اړوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت که څه هم نجونې له شپږم ټولګې پورته له ښوونځيو، پوهنتونونو، په مرستندویه ادارو کې له کار او تفریحي پارکونو ته له تګ منع کړې دي او حجاب يې جبري کړی،‌ خو وايي د اسلام او شریعت په چوکاټ ‌کې د ښځو حقونو ته درناوی لري.

یوناما هم پر خپله فېسبوک پاڼه د خپل ماموریت د غځېدو او د دې خپلواکې ارزونې پرېکړه لیک پخلی کړی دی

ملګرو ملتونو ویلي چې د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو د یوناما ماموریت د غځېدو او د دې خپلواکې ارزونې پرېکړه لیکونو ته رایه ورکړې ده.

دغه مصوبې جاپان او متحدو عربي اماراتو چمتو کړې وې.

په ملګرو ملتونو کې د متحدو عربي اماراتو استازې لانا زکي نسیبه د دغو مصوبو تر تصویبېدو وروسته ویلي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د دوام وړ نه دی.

امنیت شورا غړو په خپل پرېکړه لیک کې په دې هم اندېښنه ښودلې چې د طالبانو حکومت د دوی له تمو سره سم پرمختګ نه دی کړی.

ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې پر ښځو لګولي محدودیتونه لرې او یو ټولګډونه حکومت رامنځته کړي.

دوی په دې لړ کې یو ځل بیا د ښځو په بشپړ، مساوي او مانادار مشارکت او همدا راز د ښځو، ماشومانو او لږ‌کیو په ګډون بشري حقونو ته پر درناوي ټینګار کړی دی.

نور ولولئ: له ښځینه سوداګرو د ملاتړ برخه کې د یوناما او سوداګرۍ وزارت ګډې هڅې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د امنیت شورا لخوا د یوناما ماموریت د غځېدو او همدا راز د خپلواکې ارزونې د پرېکړه لیکونو پر تصویبېدو خوښي ښودلې.‌

ښاغلي فایق دا ګامونه په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت رامنځته کېدو، بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو د درناوي لپاره مهم بللي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د مرستو لپاره د ۴.۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ ميلادي کال لپاره افغانستان کې تر نیمايي ډېرو (۲۸ میلیونو) کسانو ته د ژوند ژغورونکو بشردوستانه مرستو رسولو لپاره د ۴ اعشاریه ۶ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.

دا تر دې دمه د یوه هېواد لپاره تر ټولو ډېره بشري مرسته ده چې ملګرو ملتونو غوښتې.

یوناما په ۲۰۰۲ ميلادي کال کې د وخت افغان حکومت د غوښتنې پر بنسټ فعالیت پیل کړ او تر اوسه یې چارې غځولې دي.

دا اداره له افغانستان سره د امنیت، حکومتولۍ، اقتصادي پرمختګ او سیمه ییزو همکاریو په برخه کې مرسته کوي.

اوس روزا اوتونبایوا د دغه ماموریت مشره او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ده.

هغه چې پخوا د قرغزستان ولسمشره وه، له دیبورا لاینز وروسته د دې ماموریت مشره ټاکل شوې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button