لوبې

انګلستان به د پاکستان سره پایلوبه کوي

انګلستان په دویمه نیمه پایلوبه کې هند ته شرموونکې ماتې ورکړه او له نړیوال شل اوریز جام څخه یې بهر کړ، چې اوس به د نړیوال شل اوریز جام په پایلوبه کې د انګلستان او پاکستان لوبډلې سره مخ کېږي..

هند او انګلستان

د هند او انګلستان ترمنځ د نړیوال شل اوریز جام دویمه نیمه پایلوبه نن به اډیلیډ کې ترسره شوه، چې د لوبې په پیل کې انګلستان د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. هند په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۸ منډې وکړې، چې له ډلې یې هاردیک پانډیا ۶۳، ویراټ کوهلي ۵۰ او روهیت شرما ۲۷ منډې وکړې. د انګلستان له خوا نه کریس جورډن ۳، عادل رشید او کریس ووکس ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۶۹ منډو هدف د انګلستان لوبډلې پرته د کوم لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او د هند لوبډلې ته یې د ۱۰ ویکټو په ستر توپیر ماتې ورکړه چې له دې سره یې د نړیوال شل اوریز جام پایلوبې ته هم لار پېدا کړه. د انګلستان لپاره الیکس هیلس او جاس بټلر زبردسته توپوهنه ترسره کړه، چې الیکس هیلس په ۴۷ توپونو باندې ۸۶ ناسوځېدلې او جاس بټلر په ۴۹ توپونو باندې ۸۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. الیکس ۷ او جاس ۳ شپږیزې هم ووهلې.

  نور یی ولوله | د پیل کونکو لپاره کار کول

  نور یی ولوله | وواټساپ د ټولو غوره اپلیکیشن دی

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه الیکس هیلس ترلاسه کړه. د یادولو وړ ده، چې د نړیوال شل اوریز جام پایلوبه به د انګلستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ د نومبر په ۱۳مه نېټه د اسټرالیا په میلبورن کې د افغانستان په وخت ۱۲:۳۰ بجې پیلېږي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button