ژوند او ټولنه

ایا د هېل یا لاچي د ګټو څخه خبر یاست؟

ایا د هېل یا لاچي د ګټو څخه خبر یاست؟ هېل یا لاچي د پېړیو راهیسې مشهور دي او د روغتیا بخښونکې ځانګړتیاوو او د غذایي توکو په درلودلو سره پرې ډېرې څېړنې ترسره شوي.او په دې کې دوی معلوم کړي چې دا انساني بدن ته څومره ګټه لري.

د العربیه ډاټ نیټ د خپرې شوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې هیل یوازې د قهوې د خوند لپاره استعمالېږي بلکې د یوې مهمې مسالې په توګه هم کارول کېږي. هیل د معدني توکو، اوسپنې او مینګنیز درلودونکې وي، چې په همدې سبب ورته د انسان بدن اړتیا هم لري.له ساینسي څېړنو معلومه شوې چې هیل د داسې مرکبونو لرونکی وي.چې د سرطاني ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي او وده یې دروي، په ځانګړي توګه د خېټې او کولمو د سرطان مخه نیسي.

fb img 1624959783981
fb img 1624959783981

هیل د ساه اخیستلو ستونزې ختموي او ترڅنګ د قبض مخنیوی هم کوي. په هیل کې د فایبر شتون د هضم لپاره ډېر ګټور وي.په بې شمېره ساینسي څېړنو کې ویل شوي چې هیل د زړه بدوالي او کانګو ستونزې حلوي. په ځانګړې توګه هغه میرمنې چې له عملیاتو وروسته له دې ستونزې سره مخ وي.

له خوراک وروسته د هیل ژوول د خولې بکتریاوې او میکروبونه کموي او په دې ډول د خولې بدبویي ختموي. هیل له ډېر پخوا راهیسې د خولې د خوشبویۍ لپاره استعمالېږي.هیل په ډېره اندازه فایبر لري چې د وینې د لوړو کلیسترولو په کمولو کې مثبت رول لوبوي او په دې ډول د وینې او زړه د ناروغیو مخنیوی کوي.

دا هم ولولئ:  چین کې هغو نجونو ته چې له ۲۵ کالو کم عمر کې واده کوي، جایزې ورکوي

هیل نورې ډېرې ګټې هم لري خو تر اوسه پورې ساینس نه دي ثابتې کړي:او همداراز ېې څه نورې ګټې ېې په لتندې ډول دي.۱- د غوسې درملنه کوي.۲- لوږه ختموي او وزن کموي.۳- د ساه د اړوند ناروغیو درملنه کوي.۴- د بې خوبۍ ستونزې حلوي.۵- خپګان اوتشویش لېرې کوي.۶- په وینه د شکر اندازه کموي.۷- د ځیګر ساتنه کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button