نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

ایران ته د بایډن خبرداری؛ د امریکایانو د خوندیتوب لپاره په قوت عمل کوو

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په کاناډا کې د يوه سفر پر مهال خبرداری ورکړ چې د امریکایانو د خوندیتوب لپاره به قاطع عمل وکړي

په سوریه کې د امریکایي ځواکونو او ایراني پلوه ملیشو تر منځ پر یو بل له تازه بریدونو څخه وروسته د متحده ایالاتو جمهور ريیس جو بایډن جمعه د مارچ ۲۴مه ایران ته خبرداری ورکړ چې د امریکایانو د خوندیتوب لپاره به قاطع عمل وکړي.

ښاغلي بایډن په کاناډا کې د سفر پر مهال په خبري کنفرانس کې وویل، ” هیڅ غلطي مکوئ: متحده ایالات له ایران سره شخړه نه غواړي خو زمونږ د ولس د خوندیتوب لپاره قاطع ځواب ویلو ته چمتو اوسیږئ”.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په امریکایي سرتیرو د برید په ځواب کې به ایران لوړه بیه ورکړي که نه د متحده ایالاتو جمهور رئیس وویل، ” مونږ به تم نه شو”.

په سوریه کې د ایراني پلوه ملیشو په تازه برید کې چې د جمعې په ورځ یې کړی، د امریکا یو بل سرتیری هم ټپي شوی. تر دې وړاندې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو چې واشنګټن یې ملامتي په ایران اچولې ۶ امریکایان ټپي شوي و او یو قراردادي پکې وژل شوی و.

په عین حال کې دوو سیمه ييزو سرچینو مطبوعاتو ته ویلي چې د سوریې په ختیځ کې څو ځایونه د جمعې په ورځ په توغندیو ویشتل شوي او ګومان کیږي چې دا بریدونه به امریکا کړي وي.

ایراني پلوه ملیشو هم د دې بریدونو په مقابل کې ګوتڅنډنه کړې

په سوریه کې ایراني پلوه ملیشو د دې بریدونو په غبرګون کې ویلي چې د نورو امریکایي بریدونو د ځواب ویلو لپاره د هغوي لاسونه اوږده دي خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

په يوه اعلامیه کې چې په سوریه کې د ایران مشورتي کمیټې لاسلیک کړې ویل شوي چې د امریکا په برید کې ګڼ شمېر جنګیالي وژل شوي او ټپي شوي خو دا یې نه دي ویلي چې دا جنګیالي د کوم هیواد اتباع وو.

په اعلامیې کې خبرداری ورکړل شوی چې که په سوریه کې زمونږ مرکزونه او ځواکونه په نښه شي مونږ یې د ځواب ویلو وړتیا لرو.

په دې اړه د سوريې د بشري حقونو د څار ډلې هم څرګندونې کړې دي

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي چې په سوریه کې د متحده ایالاتو په هوايي بریدونو کې چې د پنجشنبې په ورځ یې کړي ۱۴ ایراني پلوه جنګیالي وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې په بریتانیا کې میشته ده او په سوریه کې د سرچینو پراخې شبکې لري، ویلي چې د امریکا په بریدونو کې د ۹ سوریایانو په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د بشري حقونو د دې څارونکې ادارې مشر رامي عبدالرحمن وویل: “امریکا په دیرالزور ښار کې د وسلو یوه ډیپو په نښه کړه چې شپږ ایران پلوه جنګیالي یې ووژل، همدارنکه دوه نور جنګیالي د المیادین په دښته کې او شپږ نور د البو کمال سره نږدې په بریدونو کې ووژل شول.”

نور ولولئ:جو بایډن: امریکا د هغو مسلمانانو تر څنګ ولاړه ده چې له ظلم سره مخ دي

عبدالرحمن وویل چې د جمعې په سهار د ایران ملاتړې ډلې المیادین ښار ته څېرمه د امریکا یوې اډې ته نږدې درې توغندي وتوغول.

دا لومړی ځل نه دی چې په سوریه کې پر مېشتو امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه کیږي. پوځي چارواکي وایي چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د سوریې په ختیځ کې د امریکایي ځواکونو په مرکزونو ۷۸ ځلې بریدونه شوي خو دا لومړی ځل دی چې په دې بریدونو کې سرتیرو او قراردادیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

په سوریه کې د امریکایي سرتیرو دقیق شمیر ندی مالوم خو ویل کیږي چې شاوخوا ۹۰۰ امریکایي سرتیري د کردي ځواکونو سره په ګډه د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف عملیاتو کې برخه لري چې ډیری یې د سوریې په ختیځ کې دیره دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button