نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

ایران له افغانستان سره کروناسره مبارزې په برخه کې مرسته کوي

د ایران ميډیا  خبر ورکړی دی چې د ایران دولت د کرونا سره د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي چې تازه یې یو ځل بیا وعده کړې ده چې تقریبا شل زره تشخصیه کیټونه به افغان حکومت ته ډیر ژر وسپاري. سرچیني وایي، چې په دغې اساس وخت کې به شاوخوا شل زره کیټونه د ایراني چارواکو له لوري ډیر ژر په تهران کې افغان سفیر ته وسپارل شي او له هغې ځایه به په سمدستي ډول افغانستان ته را انتقال شي.

ایران له افغانستان سره د دغې کېټونو د کومک خبر په تهران کې افغان سفیر هم تایید کړی دی او ویلي دي چې ډیر ژر به دا مرستې دوی افغانستان ته راولیږي څو دلته ترې استفاده وشي.

ایراني دولتي جارواکومیډیا  ته ویلي دي چې دوی د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت سره هر ډول بشري مرستو ته دوام ورکوي.

کرونا ویروس لومړی په چین هېواد کې خپور شو له دغې هېواد څخه بیا ورو ور نورو هیوادونو ته انتقال کړی شو، خو ایران ته د رارسېدو سره سم دغه ویروس په ناڅاپي توګه افغانستان ته هم را انتقال شو.

ایران ته د دې ویروس د انتقالیدو سره سم په دې هېواد کې افغان کډوال په سمدستي ډول هرات ته د ایراني حکومت له لوری په زور را وشړل شول چې له امله یې افغانان له سختو ستونزو سره مخ کړی شو.

افغان حکومت هم هغه مهال په ایراني حکومت سختې نیوکې کړې وې چې ګواکې د ورځې په زرګونه افغان کډوال چې یو شمېر یې په کرونا ویروس هم اخته شوي وو افغانستان ته رالیږلي دي.

افغانانو هم په ایران تور پورې کړی دی چې دغه ویروس افغانستان ته د ایران له لوري په روغ لاس را انتقال کړی شو، خو ایران اوس له افغان حکومت سره په دغې برخه کې مرستې پیل کړي دي.

په افغانستان کې تر دا مهاله پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ان تر ۱۸۲۸ پورې رسېدلی دی چې ورځ تر بلې دا شمېره نوره هم لوړیږي.  دغه ویروس د هرات په شمول یو شمېر نورو ولایتونو ته رسېدلۍ دۍ. ااوسمهال په تفغانستان کې ورځ تر بلې نور هم زیاتيږي.  .

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button