سیمه ییز خبرونه

بالاخره د عمران خان وکیل وتوانېده چې له خان سره وګوري

له تېرې ورځې راهیسې د عمران خان وکیل ته اجازه نه ورکول کېده چې له هغه سره وګوري

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان وکیل ته اجازه ورکړل شوې چې په اټک جېل کې له نوموړي سره وګوري.

د عمران خان وکیل نعیم حیدر پنجوته پر خپله ټوېټر پاڼه تائید کړې چې نن دوشنبه یې له خان سره په زندان کې نژدې دوه نیم ساعته خبرې کړې دي.

نور ولولئ: رانا ثناالله: د عمران خان نیول نه بلکې محکمې ته حاضرېدو ته اړیستل غواړو

د دغو خبرو په اړه نور جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو مخکې ویل شوي وو چې وکیل به یې له ښاغلي خان نه اجازه واخلي چې دوسیه یې مخ ته یوسي.

په همدې وخت کې، د ښاغلي خان وکیلانو سترې محکمې ته د توشه خانۍ یا دولتي ډالیو د قضیې پرضد خپله غوښتنه سپارلې.

په سزا کې بې نظمۍ

دوی وايي د شنبې په ورځ د عمران خان په سزا کې بې نظمۍ شوې وې او د حکومتي سوغاتونو خرڅلاو څخه د ترلاسه شویو پیسو په ثبتولو کې د پاتې راتلو له امله په درې کاله بند محکوم شو.

د پخواني لومړي وزیر قانوني ډلې په زندان کې د ښاغلي خان د امنیت په اړه اندېښنه ښودلې، خو د زندان چارواکو دغو اندېښنو ته ځواب نه دی ویلی.

بلخوا د تحريک انصاف یوه مشر د اسلام اباد لوړې محکمې او د لاهور له محکمې غوښتنه کړې چې عمران خان د اټک له زندانه د اډياله زندان ته ولېږدوي دغه راز له خپلو وکیلانو او د کورنۍ له غړو سره د لیدولو غوښتنه هم شوې ده.

دا غوښتنه هم شوې چې په اډیاله زندان کې دې عمران خان ته د لومړۍ درجې (اې کلاس) اسانتیاوې برابرې شي.

نور ولولئ: عمران خان: کلابند یم، ښايي بیا ونیول شم

دغه راز ویل شوي ډاکټر فیصل سلطان ته دې اجازه ورکړل شي چې د تحریک انصاف ګوند مشر طبي معاینات وکړي.

د عمران خان وکیل نعیم پنجوته د دې غوښتنې په اړه ویلي، موږ له محکمې غوښتنه کړې، چې عمران خان دې له سي کلاس ولېږدول شي او په همدې حال کې مو په لېست کې د هغو کسانو نومونه هم ورکړي، چې له عمران خان سره دې د کتلو اجازه ورکړل شي.

عمران د دولتي ډالیو په قضیه کې ونیول شو

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د اګست په پنځمه نېټه د دولتي ډالیو په قضیه کې د محکمې په امر ونیول شوی.‌ نوموړی په لاهور کې د پنجاب پولیسو د محکمې له پرېکړې سملاسي‌ وروسته په خپل کور کې نیولی و.

په اسلام اباد کې د یوې محکمې قاضي همایون دلاور‌ په وینا، د عمران خان پرضد لګول شوي تورونه ریښتیا ثابت شوي‌ او په درې کاله بند محکوم شوی دی.

په عمران خان باندې دا تور لګېدلی چې هغه دولتي ډالۍ پلورلي وې او پیسې ده اخیستي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button