نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

رانا ثناالله: د عمران خان نیول نه بلکې محکمې ته حاضرېدو ته اړیستل غواړو

د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وايي د دغه هېواد د حکومت ترجیح دا نه ده چې مخکینی لومړی وزیر عمران خان ونیسی بلکې غواړي هغه محکمې ته حاضرېدو ته اړباسي

هغه تېره شپه له یوه ځايي تلویزیون جیو نیوز سره په خبرو کې وویل:”زموږ ترجیح د عمران خان نیول نه دي بلکې د هغه اړیستل دي چې عدالت ته وړاندې شي.”

نوموړي زیاته کړه:”که وهم نیول شي، محکمې ته ورمخامخ کېږي… موږ له پیله دا لاره چاره خپله کړه چې هغه دومره مجبور کړو، چې محکمې ته حاضر شي… ډاډمن یو چې هغه به د مارچ پر ۱۸مه عدالت ته وړاندې شي.”

نور ولولئ: د لاهور محکمې د عمران خان د نیولو پلان نور هم وځنډاوه

عمران خان ادعا کړې وه چې پوځ هم غواړي دی ونیسي

د پاکستان کورنیو چارو وزیر همدا راز پنجشنبه د عمران خان لخوا دا ادعا هم رد کړه چې ګواکې د پوځ مشر یې د نیولو په هڅو کې لاس لري.‌

رانا ثناالله وویل “د هغه دا خبره بالکل غلطه ده.”

هغه وايي د پوځ رینجرز ځواکونو له پولیسو سره یوازې د عمران خان د اوسېدو د ځای تر دروازې په رسېدو کې مرسته کړې، نور “ټول کار د پولیسو او سرپرست حکومت دی.”

نوموړي وویل: “په محکمه کې به قضیه تعقیب شي،‌ که ګرم وګڼل شو سزا به وګوري او که ثابت نه شو دی به بريالی شي.”

تر دې وړاندې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان لاهور کې د خپل ګوند غړو ته په وینا کې ویلي وو چې په نیولو پسې یې پوځ ورغلی و.

عمران خان وايي دی پوهېده چې د مارچ په ۱۸مه محکمې ته حاضرېږي، خو پولیس پسې ۳ ورځې مخکې یعنې د مارچ پر ۱۵مه ورغلي‌ وو.

هغه دا ادعا هم کړې وه چې ګوندې واکمن حکومت غوښتل دی ونیسي او زندان ته یې واچوي او بیا یې په غیاب کې ټاکنې وکړي.‌

نوموړي‌ وویل “زه پوه وم چې دوی څه غوښتل… څه چې یې له اعظم سواتي‌ او شهباز ګېل سره کړي وو.

محکمې د خان هغه غوښتنه رد کړه چې ګواګې د نیول کیدو حکم دې یې لغوه شي

بلخوا په پاکستان کې د اسلام اباد ځايي محکمې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد د پخواني لومړي وزير او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان هغه غوښتنه رد کړې چې په يوه قضيه کې یې د نيول کېدو حکم لغوه شي.

ځايي رسينو د قاضي ظفر اقبال له خولي ويلي چې د عمران خان د نيول کېدو حکم بېرته نه اخيستل کېږي.

نور ولولئ: د عمران خان د نیولو په عملیاتو کې د پولیسو او خان د پلویانو ترمنځ تاوتریخوالی شوی

قاضي د مارچ پر اوومه نېټه د عمران خان د نيولو حکم کړی و او له پوليسو يې غوښتي وو چې ويې نيسي خو نوموړي د اسلام اباد له محکمې غوښتنه کړې وه چې د نيول کېدو حکم يې لغوه کړي. قاضي سپارښتنه وکړه چې د مارچ پر ۱۳ نېته محکمې ته حاضر شي خو ښاغلی خان محکمې ته حاضر نه شو.

وروسته بيا قاضي اقبال له ضمانت پرته د هغه د نيول کېدو حکم وکړ او له پوليسو يې وغوښتل چې محکمې ته يې حاضر کړي.

پولیس د تېرې سې شنبې په ورځ لاهور کې د عمران خان کور ته ورغلل خو د تحریک انصاف ګوند د غړو او پلويانو له مقاومت سره مخ شول.

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان وايي راتلونکې شنبې ته به محکمې ته حاضر شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button