نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د برتانیه لومړی وزیر بورېس جانسن له طالبانو سره د تعامل غوښتنه کړې

 برتانیه  برتانیه

بورېس جانسن له طالبانو سره د تعامل غوښتنه کړې چی  طالبانو يې هرکلی کړی د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د دې هېواد د پارلمان په یوې جرګۍ کې له طالبانو سره د تعامل د اړ خبره کړې. نوموړي د افغانستان په  تړاو پارلمان کې د مقابل کارګر ګوند یوې غړې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي.

 په افغانستان کې بشري کړکیچ د زیاتیدو  د مخنیوي او د افغان ولس ملاتړ له پاره باید بريتانیا د طالبانو سره اړیکي وپالي. د طالبانو حکومت د برتانیا د لومړي وزیر لدی دریځه هرکلی کړی . ‌‌د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد  ویلی چی ټوله دنیا او هېوادونه باید ورته دریځ خپل کړي او د خبرو له لوری خپلې شته ستونزی حل کړي. د بريتانيا لومړي وزير ويلي زه له طالبانو سره په تعامل کې یم او دغې ستونزی ډېر بحثونه هم راپارولي . د کابل له سقوط او د نظام له بدلیدو  څخه وروسته  له طالبانو سره د تعامل نه کولو په تړاو  په بریتانیې کې له شته لیدلوري سره مخالف یم ښايي هغوی  طالبان د ټولو افغانانو استازیتوب ونکړه . 

دا هم ولولئ | برتانیه پوځ تورن شوی افغان زندانیان وژلی

د افغانستان اوسني چارواکي دي. بریتانیا د افغان ولس او له هغو سره د همکاری لپاره باید  طالبانو سره تعامل وکړي اوس مهال  کې د امریکا مالیې وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت یوه مرستیال د قطر له چارواکو سره د افغانستان د ستونزو  او بشري همکاری  په اړه لیدنه کړی. دا په داسې مهال کې ده  چې عربي متحده اماراتو په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست چې طالبانو ترې د دواړو هېوادونو ترمنځ داړیکو پراختیا او ټینګښت لپاره ستاینه کړې.

څه پاسه درې میاشتې وړاندی چې طالبانو افغانستان کې واکمنی ونیوله  د پاکستان، چین، روسیې، ازبکستان، ایران او ترکمنستان هېوادونو سفارتونه کابل کې فعال دي خو لا یو هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

خو د امریکا په ګډون نړیوال ځینی  غواړي چې د نړې سره د نژدې کېدو لپاره باید په افغانستان کې ټول شموله  حکومت جوړ کړي د وګړو  بشري حقوقو ته درناوی وکړي ښځو ته د کار اجازت ورکړي او نجونو ته د زده کړې  برابره کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button