اقتصاد او سوداګري

برېښنا شرکت: له پخوانیو زورواکو مو ۱۱۸ میلیونه افغانۍ راټولې کړې

طالبانو وايي چې له پخوانیو زورواکو یې ۱۱۸ میلیونه افغانۍ د برېښنا بېل اخیستی دی

د برېښنا ریاست تجارتي مشر مولوي عبدالرحمن رحماني “ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام” کې وویل، لسګونه میلیونه افغانۍ له پخوانیو پورړو هم تر لاسه کړې دي.

“د افغانستان برېښنا شرکت له خپلو پېرودونکو ۳۳ میلیارده او ۱۷۸ میلیونه افغانۍ راټولې کړې دي. له دولتي ادارو څخه مو ۳٫۵ میلیارده افغانۍ راټولې کړي، کابل کې له هغو پېرودونکو چې حاضر نه وو، د برېښنا خپل بېلونه ورکړي، د رئیس الوزرا په همکارۍ یوه ګډ کمېسیون له دغو خلکو نه ۱۱۸ میلیونه افغانۍ راټولې او د برېښنا په اکونټ کې جمع کړي.”

عبدالرحمن رحماني وویل، اوسمهال د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د مخابراتو وزارت په همکارۍ د برېښنا عواید په انلاین بڼه راټولېږي، چې مخکې دا چاره په دغو ولایتونو کې ممکنه نه وه.

د برېښنا شرکت د ضایعاتو مخه نیول

ښاغلي رحماني زیاته کړه، په ټول هېواد کې له مېټر پرته د برېښنا کنټرول لپاره حشر پیل شو چې په پایله کې یې د برېښنا شرکت د ضایعاتو کچه راټیټه او عواید ور سره لوړ شول.

نور ولولئ: برېښنا شرکت: ۶۰ سلنه عواید مو کم شوي

دی وايي په ټوله کې د دوی دغه ګام د دې لامل شو چې د برېښنا ضایعات د تېر کال له ۳۳٫۱۵ سلنې څخه ۲۶٫۳۷ سلنې ته راټیټ شوي ده.

انالوګ پر ډیجیټل مېټرونو بدلول

برېښنا شرکت وايي، په تېر یوه کال کې تر ۴۶ ډېر مېټرونه د برېښنا په سيستم کې ثبت شوي او څه باندې ۷۰ زره مېټره له انالوګ په ډيجيټل بدل شوي دي.

د ښاغلي رحماني‌ په وینا، تر ۴۰۰۰ ډېر مټرونه یې مهر لاک کړي او تر ۸۰ زرو ډېرو نویو مشتریانو ته یې برېښنا رسولې ده، خو نوموړي ونه ویل چې دا نوې برېښنا یې په کومو ځایونو کې ورکړې ده.

په ورته وخت کې، ددغه شرکت ویاند ویلي، برېښنا شرکت په تېر یوه کال کې د کابل، ننګرهار، پروان او بغلانو ولایتونو کې ۱۴۹۶ جرېبه غصب شوې ځمکه له غاصبینو راګرځولې.

د حکمت الله میوندي په وینا، تېر کال کابل او بلخ ولایتونو کې د برېښنا شرکت اړوند ۴۶ ودانۍ هم له غصبه راګرځول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم په هېواد کې د برېښنا ستونزه شته او پلازمېنه کابل کې په ۲۴ ساعتونو کې ۸ ساعته برېښنا نه وي او په ژمي کې دا لوډ نور هم زیاتېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button