نړۍ خبرونه

بشار الاسد په لومړي ځل د عرب ليګ په سر مشريزه کې ګډون کوي

له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې لومړی ځل دی چې د عربي هېوادونو د ټولنې یا عرب لیګ په سرمشریزه کې د سوریې ولسمشر بشار الاسد هم ګډون کوي

سوریه ۱۲ کاله وړاندې وروسته له هغه له دې ټولنې وایستل شوه چې حکومت ضد مظاهره چیان یې وځپل، خو څو ورځې وړاندې په دې ټولنه کې بېرته غړیتوب ورکړل شو.

اوس د سوریې ولسمشر بشار الاسد د سعودي عربستان د پاچا په شخصي بلنه په دې سرمشریزه کې ګډون کوي.

ولسمشر بشارالاسد د پنجشنبې پر شپه د سعودي عرب ساحلي ښار جده ته ورسېد.

نور ولولئ: په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د مړو شمیر تر ۵۰ زرو واوښت

له دې مخکې پر چهارشنبه د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د عرب لیګ عمومي منشي احمد ابولغیث وویل، دی هیله من دی چې ”د غړیتوب بېرته ترلاسه کول به د سوریې لپاره د دې هېواد د کړکېچ پای ته رسېدو پیلامه وي.”

د سعودي بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان السعود هم عرب لیګ ته د سوریې ستنېدو هرکلی وکړ

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سیمې هېوادونو او په تېره بیا د ریاض او تهران ترمنځ اړیکې ښې شوې دي.

نور ولولئ: د سوریې د کورنۍ جګړې د پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره د ایران جمهور ريیس دمشق ته ځي

د عرب لیګ سازمان ۲۲ غړي هېوادونه په دې سرمشریزه کې چې کوربتوب یې سعودي عربستان کوي ګډون لري او غواړي چې دا ځل دا غونډه یوازې په خبرو او سیاسي شعارونو پای ته و نه رسېږي.

د سعودي چارواکي هیله من دي چې په دې سرمشریزه کې به په جدیت سره په سیمه کې د امنیتي او خوراکي توکو په اړه د اندېښنو په هکله خبرې وشي، څو دا غونډه بې پایلې نه وي.

خو یو شمېر خلک او څارونکي د عربي هېوادونو د ټولنې یا عرب لیګ دې سرمشریزې ته د شک په سترګه ګوري

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان ژمنه کړې چې دا به یوه استثنايي سرمشریزه وي او په عربي هېوادونو کې به د عمل کولو یو نوی پړاو پرانیزي.

نور ولولئ: واشنګټن وايي دمشق له عربي ټولنې سره د بېرته یوځای کېدو وړتیا نه لري

عربي مشران په جده کې په دې سرمشریزه کې د سولې له روحیې سره ګډون کوي او لویه نښه یې دا ده چې د بشارالاسد په مشرۍ سوریه بېرته دې ټولنې ته ستنه شوې او اوس یې په سرمشریزه کې ګډون لري. د شننونکو له نظره په دې ناسته کې به د اسرائیلو د پوځ لخوا پر غزې تراړې له وروستیو بریدونو سره سره د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د مسایلو په اړه خبرې و نه شي.

د سیمه ییزو رسنیو د رپوټونو له مخې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د فلسطنیانو مشر محمود عباس، د بحرین پاچا حماد، د لبنان لومړی وزیر نجیب میقات او ځیني نور عرب مشران وار دمخه جدې ته رسېدلي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button