نړۍ خبرونه

واشنګټن وايي دمشق له عربي ټولنې سره د بېرته یوځای کېدو وړتیا نه لري

واشنګټن د عرب لیګ لخوا د سوریې د بېرته منلو پر پرېکړه نیوکه کړې ده د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې دمشق له دې ټولنې سره د بېرته یوځای کېدو وړتیا نه لري

د عربي هېوادونو د رسنيو پر بنسټ قاهره کې د عربي ټولنې په غونډه کې د ٢٢ غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو نن له رايې ورکولو پرته هوکړه وکړه چې سوريه یادې ټولنې ته بېرته ورګډه شي.

نور ولولئ: د سوریې د کورنۍ جګړې د پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره د ایران جمهور ريیس دمشق ته ځي

د عربي ټولنې د عمومي منشي ویاند جمال رشدي هم دا خبره تایید کړې ده.

د عربي ټولنې دا پرېکړه د تړلو دروازو تر شا په يوه غونډه کې شوې او ژر به عملي شي.

په دې توګه به د سوریې پلاوی په راتلونکې میاشت کې د ریاض په غونډه کې ګډون وکړی

ویل شوي چې قطر په سوریه کې په بشپړ ډول د کړکېچ له هواري مخکې د دې هېواد د منلو خلاف و.

په وروستیو میاشتو کې له عربي هېوادونو سره د سوریې اړیکې بدلې شوې وې.

کابو پنځه اوونۍ مخکې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر له دولسو کلونو وروسته قاهرې ته لاړ او څه کم دوه اوونۍ وروسته یې له سعودی عربستان څخه لیدنه وکړه.

له دې یوه اوونۍ وروسته د سعودی د بهرنیو چارو وزیر دمشق ته لاړ او له بشارالاسد سره یې وکتل.

دمشق په دې وروستیو کې له تونس سره بشپړې دیپلوماتیکې اړیکې بیا پیل کړې.

پرون هم سوریې له عمان سره د همکارۍ د پراختیا په موخه یوه هوکړه لاسلیک کړه

تېره اوونۍ د سعودي عربستان، عراق، اردن، مصر او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو په اردن کې د اړیکو د عادي کېدو او د کډوالو پر راستنېدو خبرې وکړې.

دې ناسته کې سوریې ژمنه وکړه، چې اردن او نورو ګاونډیو هېوادونو ته د نشه‎ يي توکو د قاچاق پر وړاندې لا جدي ګامونه پورته کړي.

په ۲۰۱۱م کال کې سوریه له عرب لیګ څخه له دې کبله بهر کړلی شوه چې بشار الاسد د خپل حکومت پروړاندې لوی لاریون په ډېر تاوتریخوالي سره وځاپه.

نور ولولئ: د سوریې پر حلب اسراییلي الوتکو بمبار کړی

بشارالاسد د سوریې په دولس کلنه جګړه کې د ایران او روسیې ملاتړ درلود خو د منځني ختیځ د ګڼو عربي هېوادونو له خوا په شا وتمبول شو.

د سوریې کورنۍ جګړې له نیم میلیون زیات کسان ووژل او له ۵ میلیونه زیات کسان یې کډوالۍ ته اړ کړل.

اوس نږدې ټوله سوریه د بشارالاسد تر واکمنۍ لاندې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button