نړۍ خبرونه

د سوریې د کورنۍ جګړې د پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره د ایران جمهور ريیس دمشق ته ځي

ټاکل شوې د ایران جمهور ريیس ابراهیم ريیسي راتلونکې چارشنبې د سوریې پایتخت دمشق ته په دوه ورځني رسمي سفر ولاړ شي

دا د ۲۰۱۱م کال راپدېخوا چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې لومړی ځل دی چې د ایران جمهور رئیس دې هیواد په رسمي سفر ورځي.

د ارنا رسمي خبري اژانس په دمشق کې د ایران د سفیر حسین اکبري له قوله په راپور کې ویلي چې سوریې ته د ښاغلي ريیسي دا سفر په سیمې کې پرمختګونو او بدلونونو په نظر کې نیولو سره ډیر مهم دی.

په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې ښاغلی ريیسي دمشق ته د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد په رسمې بلنې ورځي او د لوړې کچي اقتصادي او سیاسي پلاوی به ورسره په سفر کې مل وي.

تر اوسه د دې سفر د اجنډا په هکله په مطبوعاتو کې څه ندي ویل شوي خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تیرې جمعې په ورځ ویلي و چې سوریې ته د جمهور ريیس ريیسي سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د څو اړخیزې همکارۍ ښکارندویي کوي او تر څنګ یې دا هم وویل چې ایران د سوریې د ځواکونو سره د مرستې لپاره خپل نظامي سلاکارن هم استولي دي.

نور ولولئ: د ایران او سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیرانو له ۲۰۱۶ کال وروسته په لومړی ځل خبرې پیل کړې دي

د ایران جمهور رييس داسې مهال سوریې ته ځي چې له یوې خوا د تهران- ریاض اړیکې نرمیدو خوا روانې دي او له بلې خوا عربي هیوادونه غواړي پدې خبرې وکړي چې آیا د عرب لیګ په سازمان کې سوریې ته بیا غړیتوب ورکړي او که نه.

د سوریې جمهوري ریاست تر اوسه دا سفر تائید کړی ندی

د ایران سفیر وایي چې دا سفر یوازې تهران او دمشق ته نه بلکې په سیمه کې د نورو هیوادونو لپاره هم فرصت دی چې ګټه ترې واخلي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت تیره میاشت ویلي و چې چې نهه عرب هېوادونه سعودي عربستان ته بلل شوي و چې د سوریې په اړه بحثونه وکړي او وګوري چې آیا د انزوا څخه یې خلاص کړي که نه.

جدي ته د خلیج د همکارۍ د شورا شپږ غړي بحرین، کویټ،‌ عمان، قطر، سعودي عربستان او متحده عرب امارات بلل شوي و او همدغه راز د مصر، عراق او اردن وزیران هم دعوت شوي و.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد په ۲۰۱۱ کال کې په دغه هېواد کې د جګړې له پیل را وروسته په دپلوماتیک لحاظ منزوی شوی دی، خو په دې وروستیو دوو میاشتو کې یې متحدو عربو اماراتو او عمان ته سفرونه وکړل.

نور ولولئ: امریکا او اسراییلو د یوې ګډې بیانیې په ورکولو سره څرګنده کړې چې پرې به نږدي ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پيدا کړي

سعودي عربستان تېره میاشت اعلان وکړ چې له دمشق سره یې خبرې پیل کړې چې کونسلې چارې له سره پیل کړي. سوریه د دموکراسۍ پلوو مظاهره چیانو د وحشي ځپنې له کبله چې په دغه هېواد کې د جګړې لامل شوه، له عرب لیګ څخه واېستل شوه.

په همدې حال کې د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي د تهران –دمشق اړیکې ستایلي او د دواړو هیوادونو لپاره حیاتي بللې دي. خامنه اي تیر کال ویلي و چې دا اړیکې هر څومره چې امکان لري باید غښتلې شي.

ایران په سوریه کې د جګړې د پیل راهیسې د اسد رژیم سره مالي او نظامي مرستې کړي او همدرانګه ادعا لري چې د بشارالاسد په بلنې یې دې هیواد ته د نظامي سلا مشورې ورکوونې لپاره خپل ځواکونه هم هلته استولي دي.

د سوریې په کورنۍ جګړې کې چې په ۲۰۱۱م کال کې پیل شوې څه باندې ۵ سوه زره کسان وژل شوي او د دې هیواد تقریبا نیمایي وګړي اړ شوي چې خپل کور کلی پریږدي نورو دننه په سوریه کې بې ځایه شي او یا نور هیوادونو ته کډه وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button