اقتصاد او سوداګري

بلاروس تولیدي شرکتونه غواړي په افغانستان کې استازولۍ پرانیزي

بلاروس تولیدي شرکتونه غواړي افغانستان ته د تراکتورونو، کان‌کیندنې وسایلو او نورو ماشین‌الاتو د شرکتونو استازولۍ راولېږدوي؛ کابل او مینسک د صنعتي همکاریو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، بلاروسي چارواکو په افغانستان کې د ماشین‌الاتو د تولیدوونکو شرکتونو د استازولیو د رامنځته کولو لېوالتیا ښودلې ده.

د وزارت د معلوماتو له مخې، بلاروس تولیدي شرکتونه په ځانګړې توګه د تراکتورونو، د کانونو د استخراج وسایلو او اړوندو وسایطو په برخو کې فعالیت کوي او غواړي په افغانستان کې خپل حضور پراخ کړي.

دغه موضوع بلاروس ته د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد له صنعت وزیر سره په لیدنه کې مطرح شوې ده.

کابل او مینسک د صنعتي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په لیدنه کې د تولیدي فابریکو د جوړولو، صنعتي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د افغانستان ـ بلاروس سوداګریز فورم د منظم جوړېدو په اړه خبرې شوې دي.

د دواړو لورو ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسیون د مطرح شویو موضوعاتو پر تعقیب هم بحث شوی دی.

د وزارت په وینا، بلاروس تولیدي شرکتونه افغانستان د خپلو ماشین‌الاتو او صنعتي وسایلو لپاره د فعالیت له بازارونو څخه ګڼي او بلاروسي لوري د شرکتونو د استازولیو د رالېږدولو لېوالتیا څرګنده کړې ده.

په دغو شرکتونو کې د تراکتورونو ترڅنګ د کانونو د استخراج لپاره د وسایلو او وسایطو تولیدوونکي هم شامل دي.

نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان ګډون

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، بلاروسي لوري په دغه هېواد کې په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان د ګډون هرکلی هم کړی دی.

د معلوماتو له مخې، د بلاروس په دویم نړیوال صنعتي نندارتون کې د بېلابېلو هېوادونو شاوخوا ۵۰۰ شرکتونو ګډون کړی او د اروپايي او اسیایي هېوادونو یو شمېر سوداګر او لیدونکي هم ورځي.

افغان چارواکي هیله لري چې له دغو اقتصادي اړیکو سره به بلاروس تولیدي شرکتونه په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به صنعتي او سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button