د ترانس افغان اورګاډي پروژه؛ درې هېوادونو تفاهملیک لاسلیک کړ

د ترانس افغان اورګاډي پروژه د قزاقستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو په همکارۍ ارزول کېږي؛ دغه مسیر به منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې د پاکستان له بندرونو سره ونښلوي.
قزاقستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو د یوه نوي سیمهییز اورګاډي دهلېز د پراختیا لپاره د همکاریو تفاهملیک لاسلیک کړی دی.
د ترانس افغان اورګاډي پروژه به د قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د اورګاډي د شبکې د رامنځته کولو امکانات وارزوي او منځنۍ اسیا ته به د پاکستان سمندري بندرونو ته د لاسرسي نوې لار برابره کړي.
د پروژې تخنیکي او اقتصادي ارزونې پیلېږي
د قزاقستان د حکومت د رسنیو دفتر ویلي، د دغه تفاهملیک له مخې به درې واړه هېوادونه د پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعات او تحلیلي ارزونې ترسره کړي.
همداراز به د اړینو اورګاډي زېربناوو او اړوندو تاسیساتو د جوړولو امکانات وڅېړل شي. د پروژې د تخنیکي، اقتصادي او مالي اړخونو د ارزونې لپاره به یوه ګډه کاري ډله هم جوړه شي.
د ترانس افغان اورګاډي پروژه په اوسني پړاو کې د مطالعاتو او ارزونو په مرحله کې ده او د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، لا یې د عملي جوړولو د پیل په اړه مشخصه نېټه نه ده اعلان شوې.
قزاقستان ویلي، دغه هېواد او ازبکستان پراخې اورګاډي شبکې او د ترانزیټ لوړ ظرفیت لري، په داسې حال کې چې متحده عربي امارات د ترانسپورټي زېربناوو، لوژستیک او سترو پانګیزو پروژو په برخه کې تجربه لري.
تر ۱۰ میلیونه ټنو پورې د مالونو د لېږد اټکل
د منځنۍ اسیا–سوېلي اسیا د ترانسافغان ترانسپورټي دهلېز لپاره اټکل شوی چې په کال کې به تر ۱۰ میلیونه ټنو پورې د مالونو د لېږد ظرفیت ولري.
د پلان له مخې، دغه مسیر به د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا د پاکستان له کراچۍ او ګوادر بندرونو سره ونښلوي او سیمې ته به د سوداګریزو توکو د لېږد بله ترانزیټي لار برابره کړي.
د ترانس افغان اورګاډي پروژه په داسې حال کې مطرح کېږي چې قزاقستان تر دې وړاندې هم له ازبکستان او ترکمنستان سره د افغانستان له لارې د مزارشریف او تورغونډۍ پر مسیر د اورګاډي پټلۍ په پروژه کې د همکارۍ چمتووالی ښودلی و.



