اقتصاد او سوداګري

بلخ کې د شاتو تولید ۱۷ سلنه زیات شوی

بلخ کې د شاتو تولید ۱۷ سلنه زیات شوی او اوو ټنو ته رسېدلی؛ چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د مچیو روزنې نږدې ۵۰ فارمونه فعالیت لري.

د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، بلخ کې د شاتو تولید د تېر کال د شپږو ټنو په پرتله سږ کال اوو ټنو ته رسېدلی دی.

د دوی په وینا، دا شمېر د تېر کال په پرتله شاوخوا ۱۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

اوس مهال په دغه ولایت کې د مچیو روزنې نږدې ۵۰ فارمونه فعالیت لري.

بلخ کې د شاتو تولید او د مچیو روزنې فارمونه

د مچیو روزونکی طغرل نقشبندي وایي، له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې په دې برخه کې فعالیت کوي او سږ کال یې یو ټن شات تولید کړي دي.

نوموړی وایي، خپل تولید شوي شات ایران، سعودي عربستان او ازبکستان ته هم صادروي.

د شاتو د تولید زیاتوالی په داسې حال کې ثبت شوی چې د مچیو یو شمېر روزونکي د کورنیو تولیداتو لپاره د مناسب بازار غوښتنه کوي.

د وارداتي شاتو په اړه د مچیو روزونکو اندېښنې

نقشبندي او یو شمېر نور مچۍ روزونکي وایي، په بازارونو کې د دوی په وینا د بې‌کیفیته وارداتي شاتو شتون کورنیو تولیداتو ته ستونزې جوړوي.

دوی له اړوندو ادارو غواړي چې د کورنیو محصولاتو د ملاتړ لپاره د بې‌کیفیته شاتو د واردولو مخه ونیسي.

د دوی په باور، د بازار ملاتړ او د وارداتي محصولاتو د کیفیت څارنه کولی شي بلخ کې د شاتو تولید او د مچیو روزنې کاروبار نور هم پیاوړی کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button