Uncategorized

بلینکن زیلینسکي ته: د امریکا پوځي مرستې په لاره کې دي

انتوني بلېکن د اوکراین ولسمشر ته د پوځي مرستو ور رسېدلو په اړه ډاډ ورکړی دی

د امریکا بهرنیو چارو وزیر نن اوکراین ته داسې مهال سفر وکړ چې د امریکا کانګرس د اوکراین لپاره ۶۱ میلیارده ډالره بودجه تصویب کړه.

دا له اوکراین سره تر بل وخت ډېره پوځي مرسته ده چې امریکا یې ورسره کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته ویلي چې له دغه هېواد سره د امریکا پوځي مرستې «په لاره » کې دي.

د اوکراین پوځ تجهیزول

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، بلینکن دا څرګندونې سې‌شنبه مې پر ۱۴مه په کییف کې له زیلینسکي سره د لیدنې پرمهال کړې دي.

بلینکن زیاته کړې چې د اوکراین پوځ لپاره د امریکا مرستې د نوې کڅوړې رارسېدل به «د جګړې په ډګر کې یو واقعي بدلون رامنځته کړي.»

ورته مهال، زیلینسکي اوکراین ته د امریکا د مرستو کڅوړه «خورا اړینه» بللې ده.

نور ولولئ: ناټو چین ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین خلاف روسیې ته وسلې ورنه کړي

نور ولولئ: د ناټو ځینې غړي هېوادونه: “اوکراین ته ځواکونه، نه استوو”

زیلینسکي ټینګار کړی چې د هېواد پوځ یې د خارکیف ښار د دفاع لپاره دوو پټریوټ هوايي دفاعي سیسټمونو ته اړتیا لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن په یوه نااعلان شوي سفر کییف ته ورسېد.

کیف ته د بلېکن سفر

دا اوکراین ته د امریکا کانګرېس له خوا دغه هېواد سره د ۶۱ میلیارډه ډالرو کڅوړې تر تصویب وروسته کییف ته د یو چګپوړي امریکايي چارواکي لومړنی سفر دی.

یو امریکایي چارواکي رویټرز ته وویل: «بلینکن د اورګاډي له لارې کییف ته رسیدلی او هیله‌مند دی څو د اوکراینیانو ته چې له سختو شرایطو سره مخ دي د امریکا د قوي ملاتړ پیغام ورسوي.»

د بلینکن دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د اوکراین پر سرحدي سیمو د روسیې د پوځي فشارونه زیات شوي دي.

روسیې له تېرې جمعې راهیسې د خارکیف پر سرحدي ښارګوټو درانه بریدونه پیل کړي او لږترلږه پنځه ښارګوټي یې ولکې لاندې راوستي.

په ورته وخت پرون د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین خپل دفاع وزیر له دندې ګوښه کړ. د هغه ګوښه کول داسې پیغام ورکوي چې اوکراین سره به د مسکو جګړه نور هم سخته شي.

مسکو څو ځله غرب ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین له ملاتړه لاس واخلي، خو د اوکراین تر شا امریکا او غربي هېوادونه ولاړ دي او د روسیې پرضد یې حمایه کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button