نړیوال خبرونه

ناټو د “اوکراین پلان” لپاره د ۱۰۰میلیارد ډالرو پر ورکړې بحث کوي

د ناټو بهرنیو چارو وزیران به له اوکراین سره د ۱۰۰ میلیارد ډالرو پر مرستې بحث وکړي

تمه ده چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به د چهارشنبې په ورځ اپریل دریمه (وري ۱۵) په بروکسل کې د اوکراین د پوځ د ملاتړ لپاره د ۱۰۰ میلیارد ډالرو د بودیجې پر وړاندیز خبرې وکړي.

دغه پلان چې د ناټو د سرمنشي ینس سټولټنبرګ له خوا وړاندې شوی، د ناټو د غړو هېوادونو له خوا اوکراین ته د ورکړل شویو پوځي مرستو په همغږي کولو کې ناټو لا نور هم په مستقیمه توګه ښکیل کوي، هغه رول چې د امریکا په مشرۍ د ۵۰ هېوادونو د ایتلاف له خوا ډک شوی دی.

ukraine (2)
د روسیې او اوکراین جګړه کې د اوکرایني سرتېرو حالت

د جګړې د ډګر پلانونه

سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دا مهمه ده چې د اوکراین ملاتړ په کمه کچه داوطلبانه او لنډ مهاله وړاندیزونه وي او په زیاته اندازه د ناټو په اوږدمهاله ژمنو پورې مربوط وي. هغه وویل چې دا به ښه وي چې اوکرایني قوماندانان وکولی شي د جګړې د ډګر پلانونه وړاندیز شوي ملاتړ په بنسټ جوړ کړي.

نور ولولئ: ناټو چین ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین خلاف روسیې ته وسلې ورنه کړي

نور ولولئ: ترکیې په ناټو سازمان کې د فنلډ غړیتوب تائید کړ

نور ولولئ: د ناټو ځینې غړي هېوادونه: “اوکراین ته ځواکونه، نه استوو”

سټولټنبرګ وویل چې دا پلان به روسیې ته دا پیغام هم واستوي چې د جګړې په اوږدولو سره چې ګواکې د اوکرایین متحدین به د ملاتړ چمتو کولو څخه ستړي شي، جګړه نشي ګټلی.

سټولټنبرګ وویل: “اوکراین بیړنۍ اړتیاوې لري.” او زیاته یې کړه، “همدا اوس چې مونږ خبرې کوو د ملاتړ په چمتو کولو کې هرډول ځنډ د جګړې په ډګر اغیز لري.”

ukraine (1)
د ناټو له عمومي منشي سره د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران

د یاد وړاندیز د وروستۍ پرېکړې مهالوېش

د دې وړاندیز په اړه وروستۍ پریکړه به د جولای په میاشت کې د ناټو د غړو هیوادونو سرمشریزه وشۍ.

په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر خبرو مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د امریکا له کانګرس څخه وغوښتل چې د اوکراین لپاره پوځي مرستو ته اجازه ورکړي.

بلینکن د سه شنبې په ورځ په پاریس کې د فرانسې د دفاع وزیر سره یو ځای د فرانسې د یو دفاعي مرکز څخه د لیدنې پر مهال وویل: “موږ په یوه نازکه شېبه کې یو چیرته چې دا خورا اړینه ده چې اوکراینیان هغه څه ترلاسه کړي چې دوی د ځان د دفاع لپاره ورته اړتیا لري، په ځانګړې توګه کله چې د وسلو او هوايي دفاع خبره وي.”

غرب او ملاتړي یې هڅه کوي چې کېف د مسکو پر وړاندې په نظامي او نورو برخو کې حمایه کړي څو روسیه د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخامخ کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button