سات تيري

تاسو د ویټامین سي له ګټو خبر یاست؟

ویټامین سي زیاتې ګټې لري نو ځکه باید په ورځینو خوړو کې شامل وي او تاسو یې وخوری

نوي څېړنې وايي چې هره ورځ د ویټامین سي خوړل او استعمال د هر شخص لپاره خورا مهم دی، ځکه ویټامین سي د انسان په بدن کې نه تولیدېږي او دا باید وخوړل شي.

ویټامین سي د بدن لپاره یو ضروري ویټامین بلل کېږي او ګټې یې هم زیاتې دي، چې د بدن د داخلي ایمني سیستم د تقویې څخه نیولې د وینې دفشار تر کنترول پورې برخو کې مرسته کوي.

نور ولولئ: هغه خواړه چې تاسو د زیات وزن بایللو لپاره مهم دي

د ځینو نورو ویټامینونو برعکس چې د انسان په بدن کې تولیدیږي، ویټامین سي د انسان په بدن کې نه تولیدیږي او باید له نورو خوړو څخه ترلاسه کړل شي. ویټامین سي په سبزیجاتو ، میوو او په ځانګړي ډول لیمو، نارنج، ځمکني توتانو او کیوي کې وي.

ویټامین سي په کمه اندازه په بدن کې زېرمه کېږي او په همدې اساس لازمي ده چې دا ویټامین د ورځنيو خوړو برخه وګرځول شي.

نور ولولئ: هغه خواړه چې د مور شیدي ډېروي

د متحدو ایالتونو د ملي صحت د انستیتوت په ویبسایټ کې په خپرو شویو لارښوونو کې ویل شوي دي چې زنانه باید د ورځې ۷۵ ملي ګرامه او نارینه ۹۰ ملي ګرام ویټامین سي ترلاسه کړي. ځينې کسان هغه تابلیټونه هم خوري چې ویټامین سي لري.

د مزمنو ناروغیو د خطر کمول

ویټامین سي د انټي اکسیدانټي قوي ځانګړتیا لري چې د بدن طبعي دفاعي سیستم پیاوړی کوي. انټي اکسیدانټونه یو ډول مالیکولونه دي چې معافیتي سیستم قوي کوي او د مضرو ازادو رادیکولونو په وړاندې د انسان د بدن حجرې ساتي.

څېړنو ښودلې ده چې د ویټامین سي دوامدار کارول په وینې کې انټي اکسیدنټونه زیاتوي او له بدن سره مرسته کوي چې د التهابونو په وړاندې مقابله وکړي. ویټامین سي همدغه راز د زړه د ناروغیو په څېر د ځینو مزمنو ناروغیو د خطر په کمولو کې مرسته کوي.

د وینې د لوړ فشار کنترول

ویټامین سي همدغه راز د ویني د لوړ فشار په کمولو کې هم مرسته کوي. له همدې کبله ډاکټرانو ټولو سپارښتنه کوي چې ویټامین سي وخوري او ترلاسه کړی.

څېړنو همدا رنګ ښودلي چې ویټامین سي د بد کولسترول د کمېدو سبب کېږي او له دې لارې د زړه او رګونو په خوندیتوب کې مرسته کوي.

د نقرس د حملو کمول

نقرس یوه نسبتآ عمومي ناروغي ده، چې بندونه، په ځانګړې ډول د غټې ګوتې بندونه درد کوي او التهابي کېږي چې له کبله یې په وینې کې د یوریک تیزاب کچه لوړېږي. څېړنو ښودلې ده چې ویټامین سي د یوریک تیزاب په کمولو کې هم مرسته کوي او له دې لارې د نقرس په کنترول کې رول لري.

دا هغه ګټې وې چې ویټامین سي یې لري، نو هر انسان ته په کار دي چې د ورځې په خوړو کې ویټامین سي ګډ او هره ورځ یې استفاده کړي تر څو یې بدن پوره ویټامین سي ولري او د ښې ورغتیا خاوند اوسي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button