ژوند

تر ټولو ډېر عمر لرونکي انسانان او د اوږده ژوند رازونه يې

مبا ګوتو پخپله وينا د ۱۴۶ کالونو و. په دغه ليکنه کې د مباګوتو او نورو زړو انسانانو او د هغوی د اوږد ژوند د رازونو په اړه مالومات لوستلای شئ

د مبا ګوتو ۱۴۶ مه کليزه د ۲۰۱۷ ميلادي کال د دسمبر په ۳۱ مه نېټه ولمانځل شوه. په دغه لمانځنه کې د هغه د اولادونو پنځم او شپږم نسل هم حاضر و.

د مبا ګوتو کورنۍ د هغه د ۱۴۶ مې کليزې لپاره خاص کيک جوړ کړی و. پر دغه کيک د هغه د کليزې ۱۴۶ مه شمېره او د هغه د زيږيدنې تاريخ ۱۸۷۰ ميلادي کال د دسمبر ۳۱ مه نېټه هم ليکل شوې وه. مبا ګوتو يو ښه لامبو وهونکی و چې په کب نيونه کې يې ډېر مهارت لاره.

د مبا ګوتو لوڼې او زامن نور ژوندي نه دي، د هغه لمسيان او لمسيانې حتا اوس زاړه شوي دي. نوموړي دومره ژوند وکړ چې خپل پنځم او شپږم نسل يې هم وليد.

مبا ګوتو ويل په ژوند کې صبر ورته ډېر مهم دی. د هغه په وينا ښايي همدغه صبر د هغه د اوږد ژوند يو مهم لامل و. مبا ګوتو په خپله کورنۍ کې يوازينی کس و چې دومره ژوند يې وکړ يانې دا د اوږد ژوند کول يې ارثي او جنيټيکي خاصیت نه لاره.

مبا ګوتو څلور ودونه کړي وو خو د هغه څلور واړه ميرمنې تر ده وړاندې وفات شوې. نوموړي د خپل زوی ګونډي سره په کور کې ژوند کاوه.

نور ولولئ: په بیلابیلو هیوادونو کې د وګړو د منځني عمر کچه

د اندونيزيا هېواد دولت د مبا ګوتو د زيږيدنې تاريخ سم باله خو د مبا ګوتو نوم د ريکارډونو په نړيوال کتاب (ګينس) کې د تر ټولو زوړ انسان په توګه نه و ثبت شوی، ځکه د يوه بې طرفه اړخ له خوا د هغه د پيدايښت اسنادو تثبيتول اړين وو.

دمکړۍ د نړۍ د تر ټولو زوړ انسان په توګه د ګينس په کتاب کې د فرانسوۍ ژان کلم نوم ثبت دی

دغه ميرمنه چې په ۱۹۷۷ ميلادي کال کې مړه شوه چې ۱۲۲ کاله يې ژوند وکړ.

تر مبا ګوتو مخکې هم ځيني نورو انسانانو د تر ټولو زيات عمر لرلو ادعاوې کړې دي، د بيلګې په توګه په نايجيريا کې يو سړي ويلي وو چې ۱۷۱ کاله عمر لري. يو بل کس په ايتوپيا کې د ۱۶۳ کالونو عمر درلودلو ادعا درلوده خو دغه کسان نه دي توانيدلي چې اړين اسناد د ګينس کتاب ريکارډ ادارې ته وړاندې کړي.

د بوليويا اوسيدونکی کارمېلو فلورېس لاورا هم ادعا لري چې د نړۍ تر ټولو زوړ انسان دی. هغه وايي چې د اسنادو له مخې په ۱۸۹۰ ميلادي کال کې زيږيدلی دی. هغه د خپل اوږد ژوند راز دا بولي چې په وينا يې ځان يې د اوړو له مصنوعاتو لکه مکرونيو او خوږو شيانو او بورې له خوړلو څخه لرې ساتلی دی.

د هندوستان تر ټولو زوړ انسان سوامي سيواناندا نوميږي چې د ۱۸۹۶ ميلادي کال د اګسټ مياشتې په ۱۸مه نېټه زيږيدلی و. د هغه په اړه باور دادی چې د هند تر ټولو زوړ انسان دی، نوموړي تر ۲۰۱۳ ميلادي کال پورې ژوند وکړ او ۱۱۷ کلن شو. سيواناندا به ويل چې د اوږد ژوند راز يې دادی چې په ژوند کې يې جنسي اړيکې نه درلودې او ډېر ترخه خواړه يې خوړل.

جيرومون کيمورا د چاپان هېواد نيکه بلل کيږي. نوموړې په ۱۸۹۷ ميلادي کال کې زيږيدلی و او ۱۱۶ کاله يې ژوند وکړ. هغه به ويل چې که څوک غواړي اوږد ژوند وکړي نو بايد په دوامداره توګه او هره ورځ يو نوی شی زده کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button