تجارت خبرونه

تهران: طالبان سر له سبا له چابهار بندر کار اخیستلی شي

ایران د طالبانو ریاست الوزرا مرستیال ملابرادر ته ویلي چې تاسو له چابهار بندر کار اخیستلی شی

ایراني چارواکي داسې مهال طالبانو ته د چابهار بندر د کارولو اجازه ورکوي چې لا هم کراچي بندر کې پاکستان د افغان سوداګرو

طالبان وايي د دې ډلې د ریاست الوزرا مرستیال ملا برادر سره په لیدنه کې ایراني لوري ورته ویلي، افغانستان «سر له سبا له چابهار بندر د صادراتو، وارداتو او ترانزیټ لپاره عملاً کار اخیستلی شي.»

دا پرمختیا په داسې مهال ده چې د افغانستان تر څلور زرو ټرانزېټ کانتینر په کراچۍ کې بند دي.

نور ولولئ: هېواد کې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د ۲۵ پروژو منظوري

ملا عبدالغني برادر اخوند له څو ورځو راهیسې د یوه طالب پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی او نن یې د دغه هېواد سیستان بلوچستان ته په تګ سره چابهار بندر ته ورغلی دی.

نوموړي په چابهار کې د بلوچستان له والي حسین مدرس خیاباني، په افغانستان کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي، د ایران د ازادو سوداګریزو سیمو مسوول حجت‌الله عبدالملکي، د چابهار بندر له مسوول قاسم عسکري او یوشمېر نورو ایراني مسوولینو سره ناسته درلوده.

افغانستان ته به د سوداګرۍ برخه کې سهولتونه ورکړل شي

د ملا برادر دفتر په خبرپاڼه کې وايي، ملا برادر په نننۍ غونډه کې له ایراني لوري وغوښتل چې د افغان ټرانزېټ د زیاتوالي لپاره دوی ته د چابهار بندر د کارولو سهولتونه برابر کړي.

د دې خبرپاڼې له مخې، ایراني لوري «د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ته وویل، افغانستان کولای شي سر له سبا له چابهار بندر څخه د صادراتو، وارداتو او ترانزیټ عملاً استفاده پيل کړي.»

د طالبانو واکمنېدو سره له چابهار بندر د افغانستان صادرات بند شوي او وجه یې هم د طالبانو له امله له نړیوال بانکي سیستم د افغانستان بې برخې کېدل بلل کېږي.

نور ولولئ: ایران ته د ملا بردار سفر؛ افغان سوداګرۍ ته بدیلي لارې لټوي

په نننۍ غونډه کې ملا برادر په چابهار بندر کې د افغانستان لپاره په مناسبه بیه د ځمکې ځانګړي کولو غوښتنه هم کړې ده.

طالبان وایي، د غونډې په پای کې چابهار بندر ته د افغانستان د بشپړ لاسرسي او په دغه برخه کې د ایران له لوري د هر ډول اسانتیاوو او همکارۍ رامنځته کولو توافق هم وشو.

ملا برادر تېره شنبه د یوه لوړپوړي طالب پلاوي په مشرۍ ایران ته ورسېد او د دغه هېواد پر بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو سربېره یې له مختلفو چارواکو او سوداګرو سره ولیدل.

چابهار یو ارزښتمن بندر بلل کېږي

چابهار بندر د افغانستان د نیمروز ولایت په ګاونډ د ایران په سیستان بلوچستان کې پروت دی او پر تهران سربېره هند هم له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د وصل لپاره پر دې بندر پانګونه کوي.

ایران دوه کاله مخکې د دې بندر او د سیستان بلوچستان د مرکز زاهدان ترمنځ د پټلۍ غځولو چارې پیل کړې دي. تهران غواړي دا پټلۍ افغانستان او بیا تر منځنۍ اسیا وغځوي.

په وچه ایسار افغانستان چې د کراچۍ له لارې سمندري سوداګري کوي، دغه بندر ته د بدیل په سترګه ګوري او د پاکستان له خوا د افغان ټرانزېټ مالونو په مخ کې خنډونو ورته لا مهم کړی دی.

دا اوس هم د افغانستان تر څلور زرو ډېر کانتینر د پاکستان د حکومت له خوا په کراچۍ کې ایسار کړل شوي چې ښايي هره ورځ ترې یو میلیون ډالر اضافه مالیه هم واخیستل شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button