نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

توبایس الوود د افغانستان په اړه له جنجالي څرګندونو وروسته استعفا ورکړه

د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې رئیس توبایس الوود وروسته له هغه استعفا ورکړه چې د طالبان په پلوۍ یې څرګندونې وکړې

د برتانیا د پارلمان د دفاعي کمیټي رئیس توبایس الوود چې ددغه هیواد د محافظه کار ګوند غړی دی د اګست میاشت کې افغانستان ته سفر کړی و.

توبایس د اګسټ د میاشتې په دوییمه نیمايي کې برتانیا د تلګراف ورځپاڼې ته په یوې مقالې کې له خپل هېواد څخه غوښتي و، چې له طالبانو سره دې خبرې او تعامل وکړي او په کابل کې دې خپل سفارت بیرته پرانیزي.

نور ولولئ: له طالبانو سره تعامل؛ توبیاس ايلوډ غوښتونو ته افغان ښځو سخت غبرګون وښود

هغه لیکلي و، چې دا خبرې یې باید طالبانو ته د امتیاز ورکولو په معنی ونه ګڼل شي، ځکه چې د توبایس الوود په وینا ۲۰ کاله مخکې اسلامي افراطیانو یې ورور وژلی و.

هغه په خپله لیکلي مقاله کې څه ویلي وو؟

د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمیټې رئیس افغانستان ته خپل سفر ته په اشارې په خپله مقاله کې لیکلي و، چې له “جګړې څخه دا ستړی هېواد” ارامتیا ته ضرورت لري. الوود په دغه مقاله کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې امنیت، ازاد تګ راتګ او په لویه کچه د فساد ختمېدل په دغه هیواد کې د لویو پرمختګونو په توګه یاد کړي وو.

هغه ویلي اوس چې په افغانستان کې کومه ارامي ده، له ۱۹۷۰ کلونو راپدیخوا دا هېواد داسې ارامي نه وه لیدلې. د توبایس الوود

دا څرګندونې نه یوازې د برتانیا د پارلمان په دننه کې د ښختو نیوکو سره مخ شوې، بلکې د یو شمیر افغانانو په ګډون د بشري حقونو د ملاتړو ادارو د نیوکو سره هم مخ شوې وې.

هغه د باور رایه نه شوه تر لاسه کولی

ددغو نیوکو وروسته هغه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د افغانستان هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال د هیلوټرست ماین پاکونۍ برتانوي غیر دولتي موسسې د ماین د پاکولو د یوې سیمې څخه د لیدنې او په افغانستان کې د وضعیت د ښه کیدو په باب یوه لنډه ويډیو هم خپره کړې وه، چې د برتانیا د پارلمان د ځینو غړو اود بشري حقونو د ملاتړو له خوا د پراخه انتقادونو وروسته یې له خپلې پاڼې دا ویډیو لیرې کړه او ویې ویل چې څرګندونې یې سمې نه وې.

نور ولولئ: د بریتانیا موزیم کې د غلا پېښې له امله د موزیم مشر دنده پرېښوده

د برتانوي رسنیو د راپور له مخې ښاغلی الوود په پارلمان کې د نه باور د رایې د ګواښ سره هم مخ و، خو مخکې له هغې، چې پارلمان ورڅخه د باور رایه بیرته واخلي له خپلې دندې استعفی وکړه. هغه په پارلمان کې د برتانیا د ختیځ بورنموت د سیمې استازیتوب کوه.

دا په داسې حال کې ده چې له طالبان سره نړۍ تعامل نه دی کړی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button