نړیوال خبرونه

جاويد فيصل: طالبان سوله نه غواړي

د شورا امنیت  وياند جاويد فيصل يوې خبري غونډه کې ويلي چې وسله وال طالبان د سولې لپاره اراده نه لري او د امريکا سره د سولې شوي تړون ژمنې ماتوي. هغه وايي دوي نه غواړي چې سوله راشي او د دوي کړنې د سولې توافقنامې سره په ټکر کې دي.  

نوموړۍ وايي چې طالبانو تر اوسه د سولې لپاره کومه طرحه نه ده وړاندې کړې او افغان وژنه او تاوتريخوالی يې ډېر کړی دی. هغه وايي چې طالبانو بايد تر اوسه ۲۰۰ امنيتي کسان ازاد کړې وای. طالبانو له دې وړاندې هم وعدې کړي دي خو عمل پرې ندۍ شوۍ. که څه هم طالبانو ویلي وو چې تاوتریخوالي کې به کموالۍ راولو خو هغوي دې وعده سمه پوره نه کړه او ورځ تر بله تاوتریخوالي کې زیاتوالۍ رازي.. 

د ملي امنيت شورا وياند خبرداری ورکړی دی چې که طالبان د طالب پنځو بنديانو په مقابل کې يوه د افغان حکومت بندي خوشی نه کړي نو حکومت به دغه بهير وځنډوي او دولت هم پوره پوره د خپلو هېوادوالو د ساتلو حق لري.

که څه هم د کرونا وبا په نړۍ کې د لکاو انسانانو ژوند اخيستي او ټوله نړۍ اندېښمنه کړې ده خو بیا هم افغانستان کې د کرونا تر څنګ د ورځې لسګونه کسان په ترهګریز بریدونو کې وژل کيږي او ټپیان کيږي.د کابل نه علاوه په نورو ولایتونو کې هره په لسګونه کسان ژوند له لاسه ورکوي.

د یادونې وړ ده چې څو ورڅو راپد ېخوا  طالبانو په تاو تریخالۍ زیات کړۍ نن د کابل په شمول ۳ ولایتونو کې انفچارونه او جنګ شوۍ دۍ په ننګرهار کې په یو جنازۍ باندۍ حمله شوې د دې تر څنګ په کابل کې په په یو کلینک باندي وحشیان برید شوۍ دي چې ګڼړ شمېر هېوادوال پکې شهيدان شوي او ټپیان شوي دي.

دغه بریدونه په اجتماعي صفحاتو کې سخت د نیوکو سره مخ شوي دي ۸۰ ٪ خلک وايی چې باید د روژې میاشتې او د کرونا نارغۍ ته په کتو دوي دغه شان بریدونه ودروي تر څو هې،ادوال په ارامه فضاء کې روژه او اختر تېر کړي.

افغانان نور جنګ نه غواړي او جنګ باید بس شي ټول سیاسیون باید یو موټۍ شي تر څو دا روان بحران ته د حل لار پیداشي افغانستان د څو لسیزو راپدېخوا د جنګ په حالت کې دۍ او لکاو افغانان ووژل شول. له همدې وجې خپل ژوند په سمه توکه مخې ته نشي بوتلۍ.او د ژوند په ډېرو چارو کې نورو ګاونډي هېوادونو ته محتاج دي.

ټول افغانانو ته پکار ده چې خپل منځي اختلافات بو خوا ته کړو او سولې ته کار وکړو طالبان هم باید نور جنګ بس کړي او سولې ته ژمن شي. تر څو افغانان په ازاده فضاء کې ژوند وکړي. او یو څان بسیا هېواد ولرو.  

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button