جاوید امرخېل د هنر په اړه تازه څه ویلي؟

تازه څه ویلي

جاوید امرخېل د هنر په اړه تازه څه ویلي؟ د پښتو ژبې مشهور او نوميالى سنګر یا سندرغاړى جاوېد اميرخېل وايي، چې موسيقي هم علم دى او هم هنر، څوک چې د موسيقۍ علم هنر ته مخه وکړي، اول دې ځانونه پاک کړي بیا دې هنر زده کړي.

ښاغلی جاوېد اميرخېل په سوشل میډیا کې په دې هکله يو اوږد پوسټ کړى دى، چې د موسيقۍ په اړه پکې غږېدلى دى. نوموړى ليکي:لکه څنګه چې پوهېږئ موسيقي هم علم دى هم هنر دى، هنر يوازې سندرې ويل يا کمپوز جوړولو ته نه وايي، هنر تقدس سپېڅلتيا ادب خدا پرستي او له ټولو انسانانو سره قلبي مينه غواړي.

ښاغلی امر خېل همدا رنګه زياتوي:په دې صورت کې که څوک غواړي چې د موسيقۍ علم هنر ته مخه وکړي اول دې ځان پاکيزه کړي بيا دې د موسيقۍ علم هنر ته راشي. زما په نظر چې په هره رشته کې تقدس سپېڅلتيا ادب پاکيزه ګي نه وي، بې معنا ده هغوى چې يوازې د شهرت او مادياتو په خاطر هڅه کوي بې معنا ده، خپل وخت دې بې ځايه نه ضايع کوي.او یو بل هنر دې زده کړي.

20210326 143022

نوموړي په خپل پوسټ کې مخکې ليکي: هدف دا دى چې هغه کسبونه علمونه چې په حقيقت کې پاک دي نه بايد د يو څو هغه اشخاصو په خاطر يا د هغوى په نظر چې بې خبره دي بدرنګې او منفي معرفي شي.ځکه ډېری خلک په دې ډګر کې مصروف دي.او ښه نوم ېې ګټلی د هغه پر وینا باید د هغوی نوم هم بدنام نشي.او دا نور خلک دې خپل وخت هم نه خرابوي.

هېره دې نه وي چې جاوېد اميرخېل په سوشل میډیا کې ډېر فعال دى او وخت نا وخت نه يوازې دا چې شعرونه خپروي، بلکې ډېرې ګټورې خبرې هم له خلکو سره شريکوي.نوموړی د یو ښه هنردمند تر څنګ فعال او د ښو اخلاقو خاوندهم دی. نوموړی چې هر چا سره ګوري ښه اخلاق ورسره کوي.

اشتراک در
اطلاع از
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments