کورني خبرونه

جلال اباد کې د هند قونسلګرۍ افغان ژباړن او همکار په دزو ټپي کېدل

راپورونه وايي، جلال اباد کې د هند کونسلګرۍ افغان ژباړن او همکار په ډزو ټپي او ساتونکی یې ووژل شو

دا لومړی ځل نه دی چې دغه پېښه رامنځته کېږي، بلکې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پر مهال هم په افغانستان کې د هند پر قونسلګرینو او د هغو پر کارکوونکو بریدونه شوي دي.

له ننګرهار سرچینې

وايي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې نن د هند کونسلګرۍ پر افغان ژباړن او همکار ودود خان ډزې شوې دي. د سرچینو په خبره، په ډزو کې د نوموړي ساتونکی وژل شوی او پخپله او یو بل کس ټپي دی. تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی او نه ځايي طالب چارواکو څه ویلي.

د سرچینو په خبره، د ودود خان پر موټر په تلاشۍ چوک یا ادم خان څلور لارې کې ډزې شوې دي.

دوی وايي، په دغه پېښه کې ودود خان او یو بل ملګری یې ټپی شوی او ساتونکی یې وژل شوی دی.

نور ولولئ: خلیل حقاني: عبدالله عبدالله راسره همکاري کړې او له سیاف سره یې ۲۰ غونډې کړي

نور ولولئ: د افغان کډوالو ستونزو د حل لپاره له ملکرو ملتونو د کډوالو چارو وزارت غوښتنه

ودود خان له کلونو راهیسې د هند کونسلګرۍ سره د افغان ژباړن او همکار په توګه دنده درلوده، خو د جمهوریت پرځېدو درشل کې هند ته ولېږدول شو.

نوموړی کابل کې د هندي ډیپلوماټانو د ماموریت پیلېدو سره افغانستان ته ستندېو پسې ننګرهار کې د هند کونسلګرۍ کې و.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې

د افغان جمهوریت پرځېدو پسې هند په کابل کې سفارت او ولایتونو کې کونسلګرۍ وتړلې.

نوي ډېلي د ۲۰۲۲ کال په جون کې د افغان سفارت لپاره خپله تخنیکي ډله کابل ته وستوله، خو کونسلګرۍ یې لا هم تړلې دي.

د طالبانو واکمنېدو سره په افغانستان کې ډېری سفارتونه تړلی، خو په محدودو پرانیستو کې دا لومړی ځل دی چې د بهرنیو هېوادونو له ډیپلوماټیک ماموریت سره تړلي ځايي کارمن باندې ډزې کېږي.

تر دې مخکې او د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر کې په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې وشوې، چې له امله یې د هغه وخت سفیر عبیدالرحمان نظامانی د څه مهال لپاره اسلام اباد ته لاړ.

د پاکستان پر سفارت تر ډزو مخکې د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په لومړیو کې هم کابل کې د روسیې د سفارت مخ ته ځانمرګی برید شوی و.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button