کورني خبرونه

(جمهوري غوښتونکو) امریکايي سنا تورانو کانګرس ته پر طالبانو او ملاتړکونکی بندیزونه لګوي

 افغانستان  افغانستان

یوشمېر ریپبلیکن (جمهوري غوښتونکو) امریکايي سېنېټرانو کانګرس ته پر طالبانو او د هغوی په ملاتړکونکی  د بندیزونه لګولو  او بل مسوده وړاندې کړی ده  دې مسوده کې غوښتل شوي دی چې پر طالبانو او ملاتړکونکی  یې باید د ترهګرۍ، نشه‌يي توکو قاچاق او له بشري حقونو د سرغړونې له کبله  بندیزونه ولګول شي

دې سېنېټرانو د امریکا له بهرنیو چارو وزارت غوښتنی کړی دی  چې له طالبانو د پاکستان د ملاتړکونکی  په باره کی  د خپلې ارزونې راپورټ ورسره شریک کړي ری د امریکا د جیم ریچ په مشرۍ د ریپبلیکن ګوند سېنېټرانو یوې ۲۲ کسیزې ډلې کانګرس ته “په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد، څارنې او حساب ورکوونې قانون” په نوم یوه مسوده وړاندې کړې ده، چې په طالبانو او ټولو هغوی هېوادونو چې د دغه ډلې ملاتړکونکی باندی  بندیزونه ولګوي

دا هم ولولئ | په خوست کې سږ کال حاصلات د تیر کال په پرتله لوړ دي

د دې مسودې په دوو مادو کې، غوښتنه شوې ده  چې په افغانستان کې د پاتې امریکايي وګړو په ویستلو کې بیړه وکړی  او تر څنګ یی د دوی د افغان متحدانو لپاره د کډوالۍ د خاص ویزو د ورکړې لپاره د بهرنیو چارو وزارت یوه کاري ګروپ جوړ کړي خو د دېاوومه  ماده‌ییزې مسودې ۵ نورې مادې یې بیا پر طالبانو او ملاتړکونکی یې د بندیزونو لګېدو، له امله دوی سره د نړیوالۍ ټولنې د همکاری څارنې او د امریکا د غیري بشري کومکونه  محدویت ته خاص  شوي دي.

د دې مسودې هدف  د جو بايډن ادارې لخوا د  افغانستان نه  ژر لر ژره  د وتلو وروسته د ډېرو مسلو حل راویستل شی . او پر دې د يوه جامع راپورټ برابرولو  غوښتنه شوی ده  چې امريکا په افغانستان کې تر شلو کلونو پورې وو او په دې موده کې د طالبانو سره د ملاتړ او د اګست په نيمايي کې پر کابل د طالبانو له قبضې سره کوونکي او په پنجشير  حمله کې دوې  سره د کومک کوونکو په باره  راپورټ تيار کړل شي.

که چېرې دا مسوده د بهرنیو اړیکو کمېټه تایید او بیا د کانګرس له‌خوا تصویب شي، نو پر داسې یو قانون به بدله شي چې طالبان او ملاتړکونکی به یې له سختو بندیزونو سره مخامخ کړي شی  دې ۲۲ امریکايي سېنېټرانو غوښتنه کړی ده  چې په طالبانو او ملاتړکونکی هېوادونو یې بندیزونه  دی ولګول شي، خو د دې بندیزونو څرنګوالي ته اشاره نه ده شوې.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button