نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

جوبایډن:هیڅ هېواد دامریکا ولسمشری ټاکنو کې د لاسوهنې حق نه لري

جوبایډن:هیڅ هېواد د امریکا ولسمشری ټاکنو کې د لاسوهنې حق نه لري د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند جوبایډن د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په مناظره کې ویلي، هرهېواد چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې لاسوهنه وکړه، نو بیه به ېې وړه نه وي.او لویه بیه پرې کولو ته دې ځان چمتو کړي.

ښاغلی بایډن او ټرمپ یو ځل بیا د تینیسي ایالت په نشویل ښار په این بي سي شبکې کې د ٩٠ دقیقو لپاره ترسره شوه.په امریکا کې په ٢٠٢٠ز کال ولسمشر ټاکنو درشل کې د امریکا استخباراتو د روسیې او ایران له لوري د امریکا یو شمېر ایالاتونو شبکو کې د لاسوهنې راپور ورکړی، چې ښایي موخه یې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې لاسوهنه وي، خو باډین وایي چې دا به ورته ډېره سخته تمامه شي او لویه بیه به پرې کړي.نو ښه به دا وي چې لاسوهنه ونه کړي.

اړونده خبرونه: د افغان عسکرو او نظامي سکتور سره د امریکا ملاتړ دوام کوي

هغه همدا راز پر ټرمپ نیوکه وکړه، چې د ٢٠١٦ز کال امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه روسیې ته هېڅ ونه ویل، خو ډونالډ ټرمپ وویل هېڅوک به د روسیې پر وړاندې زما په څېر جدي نه وي او پر جو بایډن تورن کړ چې نوموړی او کورنۍ یې له روسیې ٣,٥ میلیون ډالر تر لاسه کړي.په مناظره کې چې لومړۍ پوښتنې او بحث د کرونا ویروس په اړه وو، جو بایډن پر ټرمپ نیوکه وکړه چې د کرونا ویروس نه د ٢٢٠ زره امریکایانو د وژل کېدو مسؤول ټرمپ دی او د دومره شمېر امریکایانو د وژلو مسؤول باید د امریکا ولسمشر نه وي.

بلخوا بیا ټرمپ یې په ځواب کې وویل چې د ګڼو هېوادونو مشرانو ورته د کرونا ویروس نه د وتلو بریالیتوب مبارکي ورکړې، او امریکا بریالي واکسین هم جوړ کړي چې په نږدې راتلونکې کې به ووېشل شي.او همدا راز جو بایډن ټرمپ یاد کړ، چې د امریکا لومړنی ولسمشر دی، چې د ولسمشرۍ دورې پر مهال یې نژادي تبعیض کم شوی نه دی.

جو بایډن:د افغانستان نه د عسکرو ویستلو برخه کې د ولسمشر ټرمپ هم نظره یم

د ولسمشرۍ ټاکنو ته د دیموکرات ګوند نوماند جو بایډن او جمهوریت غوښتونکو ګوند نوماند ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا ځل مناظره ډېره پر تندو نیوکو او شخړو نه وه او ډېره کمه لفظي شخړه یې سره وکړه، یاده دې وي چې دواړه حږماندان د یو بل سر سخت سیالان دي.ټاکل شوېچې را روانه نومبر میاشت په دریمه نېټه په امریکا کې ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي، چې نږدې ٤٧ ٤٧میلیونه امریکایي وګړو د پوستې له لارې له وخت مخکې د خپلو خوښو نوماندانو ته رایه کارولې.اوس د ټولې نړی په ځانګړي ډول د افغانستان سترګې د امریکا انتخاباتو ته دي ځکه د افغانستان ډېر مالي او نظامي کومک د دغه هېواد څخه کیږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button