لوبې خبرونه

جیکي چن خواړه نه ضایع کوي

جیکي چان دا ستاسو په اجازې خوري او ضایع نه کوي

د بالیووډ فلمونو مشهور اداکار سونو سود په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي، چې که ستاسې په پلېټ کې خواړه پاتې شي، نو جیکي چن سیې ستاسې په اجازه خوري او ضایع کوي یې نه.

جیکي چان، چې د هغه عاجزي او د یو ښه سړي ځانګړتیاوې ښیي

سونو سود په یوه تازه مرکه کې د مشهور او نومیالي اداکار جیکي چن یوه پخوانۍ کیسه کړې ده، چې د هغه عاجزي او د یو ښه انسان صفتونه پکې لیدل کېږي. سونو سود او جیکي چن په ۲۰۱۷ کال کې په یو فلم (کنګ فو یوګا) کې یو ځای کار کړی و، چې په دغه فلم کې د هند یوې بلې اداکارې دیشا پټاني هم کار کړی و

نور یی ولوله | افغان لوبغااړي عثمان غني لندن مې واده وکړ

نور یی ولوله | د افسر ځاځي پنځوسیزه، ساتونکو ۱۵۷ منډې وکړې

سونو سود وايي، یو ځل جیکي چن زما لپاره د شپې ناوخته ډوډۍ پخه کړې وه. هغه د فلم د تیارۍ څخه واخله، د فلم تر تبلیغاتو پورې هر څه په ډېر ښه توګه ترسره کوي او د ښه انسان ټولې نښې پکې شته دي. نوموړي وویل، په بالیووډ کې ډېر اداکاران دي، چې ځانونه ورته ډېر لوی ښکاره کېږي او لاندې خلکو ته هېڅ پام نه کوي، خو جیکي چن داسې نه دی، هغه له ټولو سره ډېر په عاجزۍ باندې کار کوي.

سونو سود زیاتوي، جیکي چن به هر وخت تازه مېوه د فلم د ثبت پر مهال راوړله او په ټولو کسانو به یې وېشله، هغه به په ځمکه کېناسته او له ټولو سره به یې یو ځای ډوډۍ خوړله، تر دې پورې چې که د چا په پلېټ کې به ډوډۍ پاتې شوه، نو هڅه به یې کوله، چې هغه ضایع نه شي او وې خوري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button