حنفي: کابل کې د امریکا برید د ملي واکمنۍ نقض او د دوحې له هوکړې سره خلاف عمل دی

ځړول شوی:اگست 4, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید

د ریاست الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي وایي، په کابل کې د امریکا د بې پیلوټي الوتکې برید د ملي واکمنۍ نقض او د دوحې له هوکړې په څرګنده سرغړونه ده

سپېنې ماڼۍ پرون ناوخته د القاعده شبکې پر مشر ایمن الظواهري د برید پلانولو د مهال تصویر خپور کړ او هغه یې تاریخي وباله.

د دغه هوایي برید له اعلان یوه ورځ وروسته د رییس والوزرا دویم مرستیال وایي، چې دغه برید د افغانستان د ملي واکمنۍ او د دوحې د هوکړه لیک پر خلاف دی

دا د نړیوالو اصولو او د دوحې د تړون خلاف کار دی

د رییس الوزار دویم مرستیال عبدالسلام حنفي وايي:«دا موضوع تراوسه موږ ته واضح نه ده، یوازې یو څه معلوم دي چې دلته هوايي برید شوی دی. او دا د نړۍوالو اصولو او د دوحې د هوکړه لیک په خلاف دی. د اسلامي امارت د پالیسۍ په هکله په ځلونو خلکو ته ویل شوي دي چې زموږ خاوره به د ګاونډیانو په ضد ونه کارول شي، او دا د اسلامي امارت پالیسي ده. د هېواد یو سیاستوال وایي، چې د کابل په زړه کې به د القاعدې د مشر وژل کېدل له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې پر اړیکو منفي اغېز وکړي

نور یی ولوله | یوه ډله پاکستاني ډاکټران په نور روغتون کې د سترګو ناروغانو درملنه کوي

نور یی ولوله | یوه ډله پاکستاني ډاکټران په نور روغتون کې د سترګو ناروغانو درملنه کوي

د افغانستان د ملي پېوستون د نضهت مشر سید اسحاق ګیلاني وویل:«له دې سره څو څيزه کېږي د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل، اوس نو زر سلنه یقیني شوې چې څوک یې په رسمیت ونه پېژني، هغه پیسې چې امریکا یو اندازه نرمښت ښودلی و چې د افغانستان پیسې ورکړي، نو په پرېکنده توګه هغه نه ورکول کېږي

د دوحې د هوکړه لیک یو بند دا دی چې په افغانستان کې به د القاعدې په څېر ډلو ته پناه نه ورکول کېږي، له همدې امله واشنګټن هم کابل د دوحې د هوکړه لیک په نقض تورنوي له ه دغه برید وروسته کابل او واشنګټن یو بل د دغه هوکړه لیک پر نقض تورن کړي دي. پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج وايي:«له دې وروسته دا ادعاګانې چې طالب چارواکي، د بهرنیو چارو وزیر چې په نړۍوالو غونډو کې کړې وې او یا کوي ټول به خپل اعتبار له لاسه ورکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *