نړیوال خبرونه

حوثیان: واشنګټن او لندن د یمن پر دریو ولایتونو هوايي بمبار کړی

حوثیان وايي چې امریکا او بریتانیا په دریو ولایتونو کې ۲۲ هدفونه په نښه کړي دي

اخوا امریکا او بریتانیا وايي چې دغه بریدونه یې د خپلو هغو کښتیو په دفاع کې کړي چې حوثیانو به په سره سمندر کې ورباندې حملې کولې.

په یمن کې میشتې حوثي ډلې د یکشنبې په ورځ ویلي، چې متحده ایالاتو او بریټانیا د پلازمینې صنعا په ګډون د یمن په دریو والیتونو ۲۲ هوایی بریدونه ترسره کړي دي.

پر کومو هدفونو بریدونه شوي دي؟

د حوثي ډلې پورې تړلي صبا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا او بریټانیې د پلازمینې صنعا په اړوندو سیمو کې ۱۷ هوايي بریدونه کړي دي.

houthi2
حوثیان: واشنګټن او لندن د یمن پر دریو ولایتونو هوايي بمبار کړی

په همدې حال کې د امريکا او بریټانيا هوايي ځواکونو د حيفان ولسوالۍ په قرده سيمه کې پر مخابراتي شبکو دوه هوايي بريدونه کړي او د تعز ولايت د مقبنه ولسوالۍ په شامير سيمه کې يې هم مخابراتي شبکې په نښه کړي دي.

نور ولولئ: حوثیانو پر امریکايي او برتانوي بېړیو د بریدونو ګواښ کړی

نور ولولئ: امریکايي او برتانوي ځواکونو پر حوثيانو بریدونه کړي

نور ولولئ: حوثیان په سره سمندر کې د لا زیاتو حملو لپاره د ایراني وسلو د تر لاسه کولو هڅه کوي

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د حجه ولایت د ابس ولسوالۍ په الحر فارمونو هم دوه بریدونه شوي دي.

تر دې مخکې د حوثي یاغیانو اړوند المسیره ټلویزیون ویلي وو، چې امریکا او بریټانیا د شنبې په ورځ د یمن په پلازمېنه صنعا کې هوايي بریدونه کړي دي.

پر غزه د اسراییلو له یرغل وروسته د حوثیانو بریدونه

خوثیانو هغه وخت په سره سمندر کې اسراییلو ته روانې بېړۍ په نښه کړې چې اسراییلي پوځ په غزه کې د ملکي وګړو وژنې چې زیات یې په کې ښځې، ماشومان او په روغتونونو کې ناروغان وو، ووژل.

houthi1
حوثیان: واشنګټن او لندن د یمن پر دریو ولایتونو هوايي بمبار کړی

المسیره همداشان د حوثي ډلې د یوې پوځي سرچینې په حواله ویلي، چې د امریکا او بریټانیا تازه هوايي بریدونه، به د یمن له خوا د غزې په تړانګه کې د فلسطیني ولس د ملاتړ مخنیوی ونکړي.

د یمن حوثي ډلې د غزې له تړانګې سره د پیوستون په موخه، چې په اووم د اکټوبر پر اسراییل د حماس له برید وروسته د اسرايیل تر سختو هوايي او ځمکنیو بریدونو لاندې راغلې، په سور سمندرګي او د عدن په خلیج کې هغه باروړونکې بیړۍ په نښه کوي چې له اسراییل یا د هغوی له ملاتړو هیوادونو سره تړاو لري.

د یادونې وړ ده چې ملګري ملتونه، امریکا، مصر، متحده عربي امارات او نور اړخونه هڅه کوي تر څو د حماس او اسراییلو تر منځ اوربند ټینګ کړي، خو تر اوسه نه دي توانېدلي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button