اقتصاد او سوداګري

خوست کې د سرو زرو کان د استخراج تړون لاسلیک شو؛ له ۸۰۲ میلیونه افغانیو ډېره پانګونه کېږي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې خوست کې د سرو زرو کان د استخراج قرارداد یې له یوې خصوصي کمپنۍ سره لاسلیک کړی دی. د وزارت په وینا، دا پروژه به د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکڼي سیمې په کان کې عملي شي او له ۸۰۲ میلیونه افغانیو څخه زیاته پانګونه به پرې وشي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري د «جاوېد خان نیازي د کانونو او پروسس سوداګریز شرکت» له مسوولانو سره د یاد کان د استخراج تړون لاسلیک کړی دی.

په پروژه کې د سلګونو میلیونو افغانیو پانګونه

د چارواکو په وینا، د خوست کې د سرو زرو کان د استخراج لپاره به ټولټال ۸۰۲ میلیونه او ۴۷۶ زره افغانۍ پانګونه وشي. دغه قرارداد د پنځو کلونو لپاره ورکړل شوی او شرکت به د ټاکل شوې مودې په ترڅ کې د کان د استخراج چارې پر مخ وړي.

ملا هدایت‌الله بدري ویلي چې د کان مساحت ۰.۶۱۸۵۰۳ مربع کیلومتره دی او د تړون له مخې به د سیمې د اوسېدونکو لپاره په ټولنیزو او عامه خدمتونو کې هم لازمې همکارۍ ترسره شي.

دولت به ۶۰ سلنه ونډه ولري

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې دولت به د یاد کان له عوایدو او فعالیتونو څخه ۶۰ سلنه ونډه ترلاسه کوي.

بلخوا، د جاوېد خان نیازي د کانونو او پروسس شرکت مسوولانو ژمنه کړې چې د قرارداد ټول شرایط به په شفاف ډول او د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې عملي کړي.

دا هم ولولئ:  سږ کال دوردګومڼې دتېر کال په پرتله ښه حاصلات لري

کارپوهان باور لري چې د خوست کې د سرو زرو کان استخراج کولی شي د کانونو په سکټور کې پانګونې ته وده ورکړي، د کارموندنې فرصتونه زیات کړي او د هېواد د عوایدو په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button