نړیوال خبرونه

دروغتيا وزيرد کرونا مخنيوي لپاره موهلمند ته روغتيايي تجهيزات ځانګړي کړي دي

د روغتيا نوماندوزير ډاکټرجواد عثماني کندهارنه وروسته هلمند ته سقر وکړاوهلته ېې د روغتیا او د کرونا ویروس د وروستي حالاتو ارزونه وکړه،نوموړۍ دهلمند ولایت وروستیو لګښتونو په اړه معلومات راغونډ کړل

د روغتیا وزیر ته د هلمند والي ورسره ددې ولايت د روغتيايي وضعيت پراختيا او ښه والي په باب هر اړخيزې غوښتنې برسېره کړي د روغتيا سرپرست وزير محمد جواد عثماني نن جمعه هلمند ولايت ته سفر وکړ، چې له راتګ سره سم يې له هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين، د ولايتي شورا رئيس او غړو، قومي مشرانو، ځوانانو او مدني بنسټونو سره وکتل.

نوموړي سره چې د ولسي جرګې غړيو محمد کريم اتل او عبدالقادر قلاتوال هم په دغه سفر کې شریک وو هلمند والي د عامې روغتيا وزير او ورسره د ولسي جرګې پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ مننه وکړه، چې د ولايتونو ته د سفرونو په لړ کې يې هلمند ته هم سفر وکړ.

د دغه ولايت رسنيز دفتر مسولین وايي ښاغلي ياسين د کرونا وايروس سره د مبارزې په برخه کې پدې ولايت کې د ترسره شويو فعاليتونو معلومات شريک کړل او د عامې روغتيا له وزير يې وغوښتل، چې د برک موسسې سره د ۲۰ بستره قرارداد ددې ولايت وضعيت ته په کتو سل بستره ته لوړ کړي، د کرونا ناروغانو د تشخيص څانګه فعاله، د کرونا سل بستريز روغتون د ودانۍ جوړولو بهير لا ګړندی کړي او په ولسواليو کې د کويډ۱۹ ناروغانو لپاره اړوند روغتونو ته لازمې اسانتياوې چمتو کړي.

د یادولایت والي د کرونا اړوند ۵۰ ميليونه افغانيو بوديجې څخه د مصرف شويو پيسو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ يو ځل بيا ولسونو او مرکزي دولت ته د بشپړه وضاحت او حساب ورکولو ډاډ ورکړ .هغوئ دغه راز د روغتيا په سکتور کې د پرتو ستونزو او اړتياو د اکمالولو ټينګار وکړ.او وۍ ویل چې باید هلمند نور اکمالات هم باید ورکړل شي،

دد ې نه وروسته د روغتیا وزیر جواد عثماني وویل د روغتيا سکتور کې د متوازنو خدماتو وړاندې کولو ډاډ څرګند کړ او زياته يې کړه، چې د روغتيا وضعيت د ارزولو په پار يې هلمند ولايت ته سفر کړی، ترڅومشکلاتوله نېږدې واوري او د حل لپاره يې اقدامات ترسره کړي.»

د دغه وزارت وزير په هلمند کې د کرونا ناروغۍ د تشخيص ماشين (پي سي آر) د فعاليت ډاډ څرګند کړ او هم يې څرګنده کړه، چې درې نيم ټنه روغتيايي تجهيزات او درمل هلمند ته ځانګړي شوي او ډېر ژر به دغه ولايت ته انتقال شي.نوموړي د کرونا سره مبارزه په اړه چې مونږ غواړو چې څومره ژر کيږي باید دغه ناروغۍ سره مبارزه وکړو او د هغې نه بعد د صحت نورو برخو ته پام وکړو، ځکه د انسان لپاره تر ټولو نه زیات مهم جز خپل صحت دۍ ،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button