نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

دموبایل اپ په مرسته به ټوخۍ او کورونا معلوليږي

د برېتانيې يو هلک د کورونا ناروغي لپاره داسې يو اپ جوړوي، چې هغه دا معلومه کړي چې څوک عادي ټوخى لري او څوک کورونا ناروغي لري نوموړۍ وايي چې اوس به هز انسان وکولي شي چې د اپ له لارې خپله ناروغي معلومه کړي.

د نړيوالې ميډیا له راپورونوله مخې ، د برېتانيې ١٨ کلن هلک مايکل براين د داسې يو اپليکېشن په چمتو کولو کار کوي، چې په مرسته به يې د کورونا ويروس نښې لرونکو کسانو معلومول اسانه وي.او وچ او عادي به هم د دغې اپ له لارې معلوم شي.

نوموړۍ وايي: چې د دې اپليکېشن په چمتو کولو کې ورسره يو شمېر شرکتونه هم کومک کوي. مايکل براين وايي، چې اپليکېشن به د کورونا شتون او همدا راز د کس شتون په اړه هم معلومات وړاندې کوي.هغه وايي: ((زموږ اپليکېشن به د حالاتو سروې کوي، د هر ځاى ټول معلومات او شمېرې به پکېکې موجود وي ، هغه کسان چې ټوخى لري د مايکروفون په مرسته به دا اپليکېشن معلوموي چې کورونا ناروغۍ باندې خو ندۍ اخته))

دغه ځوان وايي، چې په دې اړه يې د چينايي روغتياپالانو سره هم خبرې کړې دي، چې د کورونا ويروس لپاره ټوخى يو تر ټولو مهمه نښه ګڼي او د دې لپاره يې کاروي. مايکل فکر کوي، چې د دې اپليکېشن سره به نه يوازې خلکو ته اسانتيا رامنځته شي، بلکې د کورونا د ټېسټونو ستونزه به هم حل شي او حکومت به د خلکو د ډاټا راغونډولو کې هم اسانه ترلاسه کړي.

نوموړى وايي، چې د دې اپليکېشن په کومک چې د خلکو څومره هم معلومات او ډاټا راغونډول کېږي، هغه به له حکومت سره شريکېږي. نوموړى وايي، که څه هم موږ د کورونا په اړه ډېر کم معلومات لرو، خو دا خبره يقيني ده چې په هرو پنځوو کسانو کې يو کس کورونا دى.

که مونږ اوګوروچې له دې وړاندې هم په ډیرو ځایونو کې د کرونا ویروس دپېښو معلومولو مشینونه جوړ شوي دي او ډیرۍ خلک ترې استفاده کوي د دغو ماشینونو له لارې کولۍ شي چې معلوم کړي چې دغه کس په کرونا ناروغۍ اخته دۍ او که نه.

د یادونې وړ ده چې په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس اخته کسانو شمیر له ۶ میلیونو اوښتۍ له ۳ نیم لکو نه زیات کسان له دې امله مړه شوي دي او څه د پاسه ۳ لکه د دغې ناروغۍ نه رغېدلي دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button