سات تيرينړیوال خبرونه

دیو پاکستاني سړي ناوې نرښځى ختلى

د پنجاب ايالت کې يوه جالبه رامنځته شوې ده، يو کس چې واده يې وکړ، د واده په شپه ورته معلومه شوه، چې مېرمن يې ښځه نه ده بلکې نرښځى دى.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان د پنجاب ايالت جهلم سيمه کې د سجاد په نوم يو کس دوه ورځې مخکې د نازيې په نوم له نجلۍ سره واده وکړ.

د واده د ټولو دودونو ترسره کولو وروسته کله چې سجاد د ناوې ډولۍ کور ته يوړه، نو د شپې ورته معلومه شوه، چې د هغې نازيه خو نجلۍ نه ده، بلکې نرښځى دى، سړي چې دا حالت وليده له پښو يې ځمکه وتښتېده.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د دې حالت په ليدو سړي له شرمه څه ونه ويل او د واده ډوډۍ هم چې بله ورځ ټاکل شوې وه، ورکړل شوه.

د واده د ډوډۍ ورکولو وروسته ياد سړي خپله ناوې يا نرښځى د خپل پلار کور ته ولېږه، خو کله چې خپلو خپلوانو د ناوې دومره ژر د پلار کور ته لېږلو په اړه پوښتنې پيل کړې، نو سجاد مجبوره شو چې اصل وجه ورته ووايي، هغه خپلو خپلوانو ته وويل، چې ناوې يې نجلۍ نه وه، بلکې نرښځى و.

پاکستاني رسنۍ ليکي، چې د سجاد مېرمن ١٥ مياشتې مخکې له دې نړۍ سترګې پټې کړې وې او هغه د ماشومانو د ساتنې او پالنې لپاره دويم واده وکړ.

هغه وايي، کله چې کور ته راغى نو د شپې ورته معلومه شوه چې ناوې نجلۍ نه ده بلکې نرښځى دى، هغه وايي کله چې له دې خبرې خبر شو، نو بېرته يې خپل پلار کره ولېږله.

پاکستاني رسنيو ته د ياد سړي خپلوانو ويلي دي، چې د دواړو د واده رشته يو پير کړې وه، نو ځکه يو لوري هم ډېره پلټنه ونه کړه، ځکه د سجاد پير هغه ته مشوره ورکړې وه، چې د ماشومانو لپاره دې بل واده وکړي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button