سیمه‌ییز

د اسرائیلو بریدونو کې د ایران د نورو جنرالانو وژل کېدل

اړوند خبرونه: 

ډاکټر عبدالله عبدالله: پر ایران د اسرائیلو بریدونه نامشروع دي

د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی

امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي

د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې د هغو جګپوړو قوماندانانو نومونه خپاره کړي چې د اسراییل د وروستیو هوايي بریدونو په ترڅ کې د سپاه د هوافضا ځواک له قوماندان امیرعلي حاجي‌زاده سره یو ځای وژل شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې، چې د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۵مه (جون ۱۵مه) خپره شوې، ویل شوي چې دا کسان د هغه برید پر مهال له حاجي‌زاده سره وو، کوم چې د اسرائیلي ځواکونو له خوا پر یوې تر ځمکې‌لاندې اډې ترسره شو.

د جمعې په ورځ، یوه اسراییلي امنیتي مقام ویلي و چې په یوه تاکتیکي برید کې یې د حاجي‌زاده، په شمول یو شمېر لوړپوړي نظامي چارواکي، په نښه کړي. وروسته، د اسراییل ۱۲ نمبر کانال راپور ورکړ چې دغو قوماندانانو د ایران له خاورې د اسرائیل پر ضد د احتمالي برید د چمتووالي لپاره غونډه کړې وه، چې د اسرائیل جنګي الوتکو د هغوی پټ مرکز وپېژاند او ویې ویشت.

په دې برید کې، د راپورونو له مخې، دا جګپوړي چارواکي وژل شوي دي:

امیرعلی حاجي‌زاده: د سپاه د هوافضا ځواک قوماندان

محمدباقر طاهرپور: د بې‌پیلوټه الوتکو د قطعې مشر

داوود شیخیان: د هوايي دفاع قوماندان

د شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۲۴مه، د ایران رسنیو د هغو اته جګپوړو پوځي چارواکو نومونه خپاره کړل چې په دې برید کې وژل شوي:

محمدحسین باقري: د ایران د ټولو قواوو لوی درستیز

حسین سلامي: د سپاه پاسداران عمومي قوماندان

غلامعلي رشید: د خاتم‌الانبیا قول اردو مشر

امیرعلي حاجي‌زاده: د هوافضا ځواک مشر

مهدی رباني: د عملیاتو مرستیال، درستیزوال

غلامرضا محرابي: د استخباراتو مرستیال، درستیزوال

داوود شیخیان: د هوايي دفاع مشر

مسعود شانه‌يي: د سپاه د عمومي قوماندان دفتر مشر

د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۵مه، سپاه د نورو شپږو هغو پوځیانو نومونه هم اعلان کړل چې د حاجي‌زاده له ډلې سره وو او تر دې وړاندې یې نومونه نه وو افشا شوي:

محمود باقري

محمدباقر طاهرپور

منصور صفرپور

مسعود طیب

خسرو حسني

جواد جرسرا

د سپاه عامه اړیکو دا نومونه د هغو له وژل کېدو درې ورځې وروسته خپاره کړي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button