نړیوال خبرونه

د اسراییل-حماس جګړه به په ۲۰۲۴ کې هم روانه وي

اسراییلو د ۲۰۲۴ کال له پیل سره سم خبرداری ورکړی چې دغه کال به هم غزه کې جګړه روانه ساتي

په غزه کې د اسراییلو یرغل او جګړې په لسګونو زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او لا یې هم د جګړې د غځولو نیت دی.

د اسرائیل پوځ وايي، دوی فکر کوي چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې به هم د غزې جګړه روانه وي. د نوي ۲۰۲۴ کال په مناسبت یوه پیغام کې د اسرائیل دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) ویاند له لوري ویل شوي د پوځیانو ځای پر ځای کولو کې ”د اوږدې جګړې لپاره چمتوالی” په پام کې نیول شوی دی.

د راتلونکو عملیاتو لپار نوی پلان

د دانئیل هاګاري په خبره یو شمېر ځواکونه او په ځانګړې توګه احتیاط ځواکونه به همدا روانه اونۍ د دې لپاره بیرته ارایستل کېږي، چې د راتلونکو عملیاتو لپاره له سره راټول شي.

نوموړي زیاته کړه: ”د ځای پر ځای کولو پروسه کې هوډ داسې دی، چې د ۲۰۲۴ اوږدو کې هم د جګړې دوام لپاره چمتوالی په پام کې ونیول شي.”

نور ولولئ: د حماس-اسراییل جګړه؛ حماس د جګړې تر پای ته نه رسېدو پورې د یرغمل شوو کسانو د نه خوشي کېدو ګواښ کړی

نور ولولئ: حماس-اسراییل جګړه: اسراییلیانو د فلسطیني کډوالو پر کمپ بمبارۍ کې ۷۰ کسان وژلي

بل لور په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د اکتوبر له ۷مې راهیسې چې جګړه پیل شوې په غزه کې ۲۱ زره ۹۷۸ کسان وژل شوي دي.

اسراییلو ته اوښتي تلفات

په خپلو تازه معلوماتو کې دې چارواکو ویلي، د غزې په جګړه کې ۵۶ زره ۶۹۷ کسان ټپیان شوي دي. د عامې روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيي چې په دې کې هغه ۱۵۶ کسان هم شامل دي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

د شنبې پر ورځ د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتینیاهو وویل، ”جګړه اوج ته رسېدلې ده.”

نوموړي زیاته کړه: ”موږ په ټولو جبهو کې جګړه لرو. موږ سترې بریاوې لرو، خو یو شمېر غمجنې قضیې هم شته، بریا ته رسېدل وخت غواړي. هغسې چې د پوځ لوی درستیز ویلي، راتلونکو څو میاشتو پورې به جګړه روانه وي.”

د نوي میلادي کال پر لومړۍ ورځ په دیر البلحه سیمه کې د اسرائیلي بمبارۍ پایله کې د ویجاړو شویو ودانیو خاورې خځلې.

د اسرائیل ښي اړخه سخت دریځي مالیې وزیر بیزالیل سموتریچ ویلي، فلسطینیان باید د دې لپاره له غزې ووځي، چې اسرائیلیان ”سارا ګل کړي” خو د اسرائیل حکومت رسمي دریځ بیا دا دی چې د غزې اوسېدونکي به بالاخره خپلو کورونو ته ستنېږي، خو دوی داسې څه نه دي ویل چې دا به کله او څنګه کېږي.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو او امریکا په ګډون هېڅ لوری په دې ندی توانېدلی څو اسراییلو له دغو خونکارو بریدونو راوګرځوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button