د افغانستان، پاکستان او اماراتو ترمنځ ۲۰ اوریز سریز
اړوند خبرونه:
د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو
د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې
کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ بورډ نن (جمعه) تایید کړه چې د هېواد ملي لوبډله به په هغه درې اړخیز لوبلړۍ کې برخه واخلي، چې د متحده عربي اماراتو په کوربتوب د اماراتو، پاکستان او افغانستان ترمنځ ترسره کېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ له خبرپاڼې سره سم، دا سیالۍ به د اګست له ۲۹مې د سپټمبر تر ۷مې، پورې د شارجې د کرکټ په تاریخي لوبغالي کې ترسره شي، او کوربهتوب یې د امارات کرکټ بورډ کوي.
دا به له یوې اوږدې مودې وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته یو چانس وي چې د نورو هیوادونو له ملي ټیمونو سره په مسابقه کې مخامخ کېږي.
د افغانستان لوبډله د نورو ټیمونو پرتله د نړیوالو مسابقو چانس ډېر لږ مومي.
په دې درې اړخیزه لوبلړۍ کې به هره لوبډله له نورو سره دوه ځله مخامخ شي، چې ټولې به شپږ لوبې وي. د لیګ د پړاو له پای ته رسېدو وروسته، دوې غوره لوبډلې به د سپټمبر په ۷مه (یکشنبه) پایلوبه وکړي. دا لړۍ د ۲۰۲۵ د ACC آسیا کپ لپاره، چې د سپټمبر له ۹مې به د متحده عربي اماراتو په کوربتوب پیل شي، د چمتووالي لپاره مهمې بلل کېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس میر ویس اشرف ویلي:
“موږ ډېر خوښ یو چې په دې لوړ کیفیت درې اړخیزو سیالیو کې برخه اخلو، او د امارات کرکټ بورډ د دې سخاوتمندانه بلنې منندوی یو. شارجه د کرکټ په تاریخ کې ځانګړی ځای لري، او باور لرو چې دا سیالۍ به د آسیا کپ لپاره زموږ لوبغاړو ته ښه تمریني فرصت برابر کړي.”
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايي رئیس نصیب خان د دې سیالیو په اړه وویل:
“دا سیالۍ زموږ لپاره په ډېر حساس وخت کې راځي. دا یوه غوره موقع ده چې زموږ لوبغاړي له قوي لوبډلو سره په ستونزمنو شرایطو کې ولوبېږي. موږ د امارات کرکټ بورډ د مېلمهپالنې مننه کوو او باور لرو چې دا لړۍ به نه یوازې د آسیا کپ لپاره، بلکې تر هغې وروسته هم ارزښتناک چمتووالی وي.”
افغان کرکټ بورډ ژمنه کړې چې له سیمهییزو کرکټ بورډونو سره به نژدې همکاري وکړي څو دا لړۍ بریالۍ شي او د سیمې کرکټي اړیکې نورې هم پیاوړې شي.
په ورته وخت کې، د پاکستان کرکټ بورډ (PCB) هم په رسمي توګه په دې درې اړخیزه لړۍ کې خپل ګډون تایید کړی دی.
د سیالیو مهالوېش:
اګست ۲۹: افغانستان = پاکستان
اګست ۳۰: امارات = پاکستان
سپټمبر ۱: امارات = افغانستان
سپټمبر ۲: پاکستان = افغانستان
سپټمبر ۴: پاکستان = امارات
سپټمبر ۵: افغانستان – امارات
سپټمبر ۷: پایلوبه