نړیوال خبرونه

د افغانستان او متحده عربي اماراتو دیپلوماتیکو اړیکو ته کتنه

افغانستان او عربي امارات له پخوا ښې اړیکې لري، خو په دې وروستیو دریو لسیزو کې تر پخوا ښې وې

د دواړو هېوادونو تر منځ دیپلوماتیکې اړیکې د عربي اماراتو پر پالیسۍ ژور اغېز پرې ایستلی دی. له همدې امله د افغانستان امنیتي حالاتو او ګډوډیو ته متحده عربي اماراتو هم ژور پام کړی او د خپلې بهرنۍ پالیسې له مخې یې دغو ته د حل په موخه هڅې کړي دي، ځکه د افغانستان حالات په سیمه کې نېغ په نېغه اغېز کوي.

pan dd0bd5d6 bimage story
انځور؛ د متحده عربي اماراتو ولسمشر محمد بن زاید او د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني.

د افغانستان جغرافیوي موقعیت او په سیمه کې یې مهموالی ددې لامل دی چې متحده عربي اماراتو دله د ۲۰۰۶ کال راهیسې په کابل کې د خپل سفارت له لارې همکارۍ کړي دي چې ښه مثال یې بشري مرستې او دوبۍ ته د افغانانو د سفر اسانتیاوې دي.

ددغه اړیکې راز دیني او اقتصادي ګټې هم دي

د دواړو هېوادونو تر منځ دیني او مذهبي، کلتوري او اقتصادي مشترکات د دیپلوماتیکو اړیکو لامل شوي دي. دغه مشترکات هم هغه دلیل دی چې متحده عربي اماراتو په خپله بهرنۍ پالیسي کې افغانستان ته ځای ورکړی او د یوه مهم شریک په سترګه ورته ګوري.

نور ولولئ: متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

نور ولولئ: د هرات خونړۍ زلزله؛ متحده عربي اماراتو یې قربانیانو ته موقت روغتون جوړ کړ

نور ولولئ: ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د متحده عربي اماراتو وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ

ce05d150 eb11 4c5d 94e6 bed2be4acbea 16x9 1200x676
انځور؛ له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو د مرستو جوپه.

د دواړو هېوادونو تر منځ د هرې ستونزې د راولاړېدو په صورت کې د بحثونو او دیپلوماتیکو هڅو یادونه شوې ده. یادونه په هغه پالیسي کې شوي چې د افغانستان په باره کې د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په چوکاټ کې ده.

د دواړو هېوادونو تر منځ د ديپلوماتیکو خبرو اترو تل پر دې بحث شوی چې څه ډول سوداګري غښتلي کړي، مقابلې همکارۍ څه ډول زیاتې کړي او هغه فکتورونه بحث کېږي چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي.

په افغانستان کې د رژیمونو تغیر

که څه هم په افغانستان کې د رژیمونو تغیر رامنځته شوی، خو بیا هم متحده عربي اماراتو په بشري او طبي مرستو او نورو برخو کې همکاري دوامداره ساتلې ده. اماراتو هڅه کړې چې د طالبانو په څېر رژیمونو سره هم ښې اړیکې ولري، ځکه افغانستان په اماراتو کې په لکونو کاریګر لري چې هلته کار کوي او د هغوی د ستونزو او په افغانستان کې د بحرانونو د رامنځته کېدو په وخت کې همکاریو ته اړتیا وي.

uea and afghanistan2
انځور؛ د متحده عربي اماراتو ولسمشر محمد بن زاید او د طالبانو دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب

متحده عربي امارات هڅه کوي چې د سیمې د امنیت په خاطر او د سوداګرۍ د لا ښه کېدو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي چې دلته چې څه پېښېږي، له اغېز یې خپل ځان په امن کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button