لوبې

د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلې درې یو ورځنۍ لوبې ولري

په روانه میاشت کې به د پاکستان او افغانستان کرکټ ملي لوبډلې درې یو ورځنۍ لوبې کوي

د افغانستان او پاکستان کرېکټ بورډونو روانه میاشت د دغو هېوادونو د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو د لړۍ مهالویش اعلان کړ.‌

دغه لوبې د اګست میاشتې پر ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه د افغانستان په کوربتوب سري‌لنکا کې کېږي.‌

ټاکلې د پیل دوه لوبې د سري لنکا په سویلي همبانتوتا او وروستۍ د پلازمېنې کولمبو لوبغالي کې وشي.‌

افغان کرکټ ملي لوبډله نورې لوبې هم لري

د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ دا لوبلړۍ داسې مهال پلان شوې چې ورپسې را روانو میاشتو کې د اسیا جام او ‌ نړیوال جام مهمې سیالۍ هم را روانې دي.

د افغانستان کرېکټ‌بورډ‌ چارواکي‌ هیله من دي‌ چې دا لوبلړۍ به راتلونکو سیالیو ته د افغان لوبډلې چمتووالي کې مرسته وکړي.

نور ولولئ: پاکستان له افغان لوبډلې سره د لوبغالي او تمریناتي لوبې بدلېدل غواړي

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس میرویس اشرف ويلي “د افغان ملي لوبډلې لوبغاړي دغو سیالیو ته په بشپړ ډول چمتو دي او دا چې په دې وروستیو کې یې بنګله دېش ته د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ کې ماتې ورکړه نو د پاکستان پر وړاندې سیالیو کې به هم په لوړ مورال سره ولوبیږي.”د یادونې ده چې د اسیا جام سیالۍ د اګست په وروستیو کې پيلېږي.‌

د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشري بابر اعظم کوي

د پاکستان کرېکټ بورډ‌ هم ویلي، چې له افغانستان سره دا لوبې به د بابر اعظم په مشرۍ د دوی ملي لوبډلې سره دغه جام ته په چمتووالي‌ کې مرسته وکړي.‌

پي‌سي‌بي زیاته کړې چې د دوی لوبډله به د اګست پر ۱۷مه شري‌ لنکا ته ولاړه شي او له افغانستان سره تر سیالیو مخکې به د همدې میاشتې پر نوولسم، شلم او یویشتمه خپل تمرینات وکړي.‌

افغانستان او پاکستان تر اوسه دغو سیالیو ته لوبډلې نه دي اعلان کړې.

نور ولولئ: اسیا جام: نن د افغانستان او پاکستان شل اوریزه لوبه ترسره کیږي

د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو تر اوسه په خپلو کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ نه ده کړې خو څلور ځله سره مخامخ شوې او څلور واړه لوبې پاکستان ګټلې دي.

د دوی وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې وه.‌

د یادونې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو یوه لړۍ هم د روان کال په مارچ میاشت کې شوې وه،‌ چې افغانستان ۲-۱ وګټله.‌

د پاکستان تر څنګ نور هېوادونه هم غواړي چې افغان لوبډلې سره د کرکټ لوبې ولري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button