نړیوال خبرونه

د افغانستان بانک: نوي بانک نوټونه به د اړتیا پر بنسټ بازار ته وړاندې شي

نوي بانکنوټونه به معرفي شي

افغانستان بانک وايي چې نوي چاپ شوي بانک نوټونه به د پیسو د پالیسیو او د بازار د اړتیا پر بنسټ بازارونو ته وړاندې کړل شي. 

د بانک چارواکي: 

د دغه بانک چارواکي زیاتوي چې د پیسو د پالیسیو پر بنسټ به، د اقتصاد د متوازنې ودې او د بازار اړتیاو ته په کتو نوې افغانۍ بازار ته وړاندې کړي. د دغه بانک مسوولین زیاتوي، لا تر اوسه نوې چاپ شوې افغانۍ افغانستان ته نه دي رالېږدول شوي؛ خو په وینا یې ډېر ژر به هېواد ته راولېږدول شي

نور یی ولوله | مزارشریف کې د دیني عالمانو په غونډه کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار

نور یی ولوله | د افغانستان د کار قانون

د مرکزي بانک د نشراتو

د مرکزي بانک د نشراتو مسوول حسیب الله نوري وايي:«د دغه بانک نوټونه د هېواد د پیسو د معقولو پالیسیو پر بنسټ او له اقتصادي ودې سره متوازن او بازار کې د پیسو د اړتیا په صورت کې خپرېږي، او زړې پیسې به په سیستوماټیکه توګه او د شته کړنلارې پر بنسټ راټولې او له دروان څخه به بهر کړل شي. 

د کابل یو شمېر اوسېدونکي په هېواد کې د زړو افغانیو له ډېرېدو شکایت لري. دوی د اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د افغانستان بانک له مسوولینو غواړي چې، نوې چاپ شوې افغانۍ ژر تر ژره بازار ته وړاندې کړي. د کابل اوسېدونکی فیاض احمد فرملي څرګندوي:«زړې پیسې په ټول کې د افغانستان ټولو خلکو ته یې ستونزې رامنځته کړې دي، په ځانګړې توکه کله چې موږ غواړو خپله کرایه او یا بانک ته چې ځوو او د دوا د پېرلو لپاره پیسې ورکوو، بانکونه وايي چې دا زړې پیسې موږ نه اخلو

د کابل بل اوسېدونکی سراج الدین وايي:«د زړو پیسو په پار ډېرې ستونزې لرو، موږ ته یې راکوي موږ یې نه اخلو، خلکو ته یې ورکوو هغوی یې بیا له موږ نه اخلي. ورته مهال د اقتصادي چارو ځينې شنونکي بیا پر دې باور دي چې، نوې چاپ شوې افغانۍ به د راکړې ورکړې پر مهال هېوادوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button