تجارت خبرونهځایی

د افغانستان بد اقتصادي وضعیت؛ اقتصاد یې ۲۷ سلنه په ځوړ روان دی

یو این ډي پي وايي چې ددې هېواد اقتصاد ۲۷ سلنه په ځوړ روان دی او د ملي ناخالص عاید کچه ۲۶ سلنه کمه شوې

په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې د رکود یا ځوړ خواته روان دی چې د نړیوال صندوق او نورو ادارو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

یو اېن ډي پي وايي، تېرو دوو کلونو کې د افغانستان اقتصاد ۲۷سلنه مخ پر ځوړ روان دی او د ملي ناخالص عاید کچه ۲۵سلنه کمه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې په راپور کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو څخه د ۲۰۲۳ کال تر پایه د راغلیو اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو ارزونه شوې.

ددې لاملونه کوم دي؟

په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د بشري کړکېچ زیاتوالی، اقتصادي ځوړتیا، اقلیمي بدلون او وچکالي، د ښځو پر کار او زده‌کړو لګېدلي بندیزونه او د کورنیو ستونزې هغه څه دي چې افغانان یې له سختو کړاوونو سره مخامخ کړي دي.

economic

په راپور کې دا رنګه راغلي چې، وزګارتیا، د افغانستان د پانګې کنګلېدل او د بانکوالۍ د چارو ناسم مدیریت د افغانستان د اقتصادي ځوړتیا مهم لاملونه دي.

نور ولولئ: د ۲۰۲۴ کال په رارسېدو افغانستان کې د لوږې بحران

نور ولولئ: په افغانستان کې د غربت بحران: اوچا وايي چې پنځه اتیا سلنه افغانان له یوه ډالر کم

نور ولولئ:  افغانستان کې اقتصادي کړکېچ؛ خلکو د کورونا خطرونه هېر کړي

په راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي د خوړو له اړخه خوندي نه دي او هغه کسان چې کار هم کوي عاید یې ثابت نه دی.

په راپور کې زیاته شوې، چې په افغانستان کې اقلیمي بدلون په تېره بیا وچکالۍ د ګڼو افغانانو اقتصادي سرچینې ګواښلي او کرونده‌ګر یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د بشري مرستو غوښتنه او په ویش کې یې د طالبانو مداخله

یو اېن ډي پي د راپور په یوه بله برخه کې پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې افغانستان د بشری مرستو په برخه کې له یاده و نه باسي او له طالبانو سره پر ښځو د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرې وکړي او هغوی دې ته اړ باسي چې هغوی ته د کار او زده‌کړو زمینه برابره کړي.

پر طالبانو نیوکې دادي چې د نړیوالو بنسټونو په بشري مرستو کې هم مداخله کوي. دوی هڅه کوي چې د مستحقو کورنیو پر ځای خپل جنګیالي په لستونو کې ور زیات او مرستې ورته واخلي چې له همدې امله د مرستو په ویش کې شفافیت تر سوال لاندې راغلی او نړیوالو مرستندویه ادارو هم څو ځلې په دې اړه شکایتونه کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button