یونسکو: د افغانستان د ښوونې او روزنې بحران د جدي کېدو په حال کې دی

د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په تازه راپور کې په افغانستان کې د زدهکړو پر وضعیت اندېښنه ښودل شوې او ویل شوي چې د نجونو پر زدهکړو بندیزونه او د ښځو پر ټولنیز حضور محدودیتونه د تېرو دوو لسیزو ښوونیزې لاسته راوړنې له جدي ګواښ سره مخ کړې دي.
یونسکو وايي، د افغانستان د ښوونې او روزنې بحران یوازې د نجونو له زدهکړو د محرومیت موضوع نه ده، بلکې د هېواد د ښوونې کیفیت هم له جدي ستونزو سره مخ دی. د افغانستان د ښوونې او روزنې بحران
د دې سازمان د معلوماتو له مخې، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې له لومړنیو زدهکړو وروسته د نجونو او ښځو پر ثانوي او لوړو زدهکړو رسمي بندیز لګېدلی دی.
۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو زدهکړو محرومې دي
یونسکو اټکل کوي چې تر ۲۰۲۶ کال پورې شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغانې نجونې له منځنیو زدهکړو څخه محرومې شوې دي.
دغه سازمان خبرداری ورکوي چې د نجونو د زدهکړو دوامدار بندیز او د ښځو پر کار او ټولنیز حضور محدودیتونه کولای شي د افغانستان پر بشري پانګې او د هېواد پر راتلونکي پرمختګ اوږدمهاله اغېز وکړي.
د زدهکړو کیفیت هم له ستونزو سره مخ دی
یونسکو وايي، د افغانستان د ښوونې او روزنې بحران بله مهمه برخه د زدهکړو د کیفیت ټیټوالی دی. د دغه سازمان د اټکل له مخې، شاوخوا ۹۰ سلنه لس کلن ماشومان په افغانستان کې نه شي کولای یو ساده متن په سمه توګه ولولي یا یې مفهوم درک کړي.
د یونسکو په وینا، د ښځو او نجونو پر زدهکړو او ټولنیز حضور محدودیتونه د هغوی د کار زمینه هم کمه کړې او په بېلابېلو مسلکونو او ټولنیزو فعالیتونو کې یې د ګډون فرصتونه محدود کړي دي.
د افغانستان پر راتلونکي اغېز
یونسکو ټینګار کوي چې د نجونو او ښځو پر وړاندې د محدودیتونو دوام به یوازې پر دوی اغېز ونه کړي، بلکې د افغانستان د بشري پانګې، د ښوونې او روزنې د نظام او د هېواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پر راتلونکي به هم اغېز ولري.
په ټوله کې، د یونسکو ارزونه ښيي چې د افغانستان د ښوونې او روزنې بحران له زدهکړو د میلیونونو نجونو د محرومیت ترڅنګ، د زدهکړو د کیفیت او د هېواد د راتلونکي بشري ځواک په اړه هم جدي پوښتنې راپورته کوي.



