سیمه ییز خبرونه

“د افغانستان سیمه‌ییز ابتکار غونډه”؛ دغه غونډه به اندېښنې ځواب کړي؟

د افغانستان سیمه‌ییز ابتکار غونډه به د افغانانو او ګاونډیو هېوادونو اندېښنو ته ځواب ووایي؟

داسې فکر نه کېږي چې پرونۍ غونډه کې د طالبان ټولګډونه حکومت، د ښځو حقونو ته غاړه ایښودل، د بیا رښتیني ازادي او د ګاونډیو هېوادونو غوښتنو ته ځواب ووايي یا دې په دې برخه کې کوم عملي اقدام وکړي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت له لوري رابلل شوی پرونی یو ورځنی کنفرانس پای ته ورسېد، خو له دې غونډې څخه د بهرنیوچارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي له وینا پرته نور د پام وړ معلومات ترلاسه نه شول.

په پرونۍ غونډه کې د بهرنیوچارو د وزارت له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د شاوخوا یوولسو هېوادونو استازو یا سفیرانو ګډون کړی و.

kabul meeting1
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د له نړیوالو سره د طالبانو د تعامل هڅې

د افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ د نوښت په نوم په دې غونډه کې د ښاغلي متقي وینا ترډېره په سیمه کې د افغانستان په ګټه د تعامل پر اهمیت متمرکزه وه.

نور ولولئ: مسکو: طالبان په رسمیت نه پېژنو

نور ولولئ: راتلونکې اوونۍ په کابل کې د سیمه‌ییزو هېوادونو غونډه

نور ولولئ: نن په کابل کې د سیمه‌ییزو هېوادونو غونډه پیلېږي

هغه د خپلې وینا په پیل کې د دې کنفرانس له جوړولو څخه د خپل حکومت پر هدفونو رڼا واچوله او ویې ویل:

” د سیمه ییزو ګډو ګټو پربنسټ د سیمې په کچه د تعامل او همکارۍ د لارو چارو ارزونه، په سیمه کې له بالفعلو او باالقوې ګواښونو سره د مبارزې لپاره د افغانستان له حکومت سره د مثبت او رغنده تعامل رامنځ ته کول، د نرم او سخت اتصال لپاره هڅې چې د سیمې د ټولو خلکو لپاره د سیمه ایزې اقتصادي پراختیا باعث شي، پر سیمه، په تېره پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو د لمنې د ټولولو لپاره همغږي او د یوبل د بومي او دودیز پرمختګ او د حکومتولۍ د بڼو انتخاب ته درناوی کول.”

د ټولګډونه حکومت پرله‌پسې غوښتنه

د نړۍ د نورو هېوادو ترڅنګ د افغانستان ګاونډیانو په تېره ایران او روسیې بیا بیا له طالبانو غوښتي چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي او نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي.

خو طالبان ټینګار کوي چې دا د افغانستان کورنۍ مسئله ده او نور هېوادونه دې په دې چاره کې لاسوهنه نه کوي.

kabul meeting2
د سیمه ییز ابتکار غونډه

د پرونۍ غونډې له جریانه ډېر جزییات رسنیو ته نه دي راوتلي خو د ایران ایرنا خبري آژانس د افغانستان لپاره د دې هېواد د ځانګړي استازي حسن کاظمی قمي له قوله خبر ورکړی چې نوموړي ویلي، سیمه ایزه کتنه افغانستان په یوه اغېزمن نړیوال لوبغاړي بدلولای شي او وبه کولای شي چې د موثرو نړیوالو اړیکو په مدار کې ځای ونیسي.

مخکې ویل شوي و، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د ګاونډیانو او روسیې استازي برخه واخلي خو د طالبانو د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمدتکل پر خپله ایکس پاڼه د لیکنو په یوه لړۍ کې د هند او اندونیزیا د استازو د ګډون یادونه هم وکړه.

هغه د هند د استازي له قوله لیکلي چې هند د افغانستان په باب په نړیوالو او سیمه ایزو ابتکارونو کې فعال ګډون کوي او د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې نتیجه یې ‎په افغانستان کې ثبات او پرمختګ وي.

د سیمې هېوادونه او له هغې ډلې پاکستان او ایران په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو او داعش ډلې د موجودیت په اړه اندېښمن دي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button