سیمه‌ییز

د افغانستان نوموتی ژورنالېست عبدالحمید مبارز د ۹۲ کلونو په عمر ومړ

د عبدالحمید مبارز مړینه د هېواد د سیاسي شخصیتونو او قلم خاوندانو له لوري لویه ضایع بلل شوي ده

عبدالحمید مبارز د خپل عمر په اوږدو کې د بې عدالتۍ، ناپوهۍ او په هېواد کې د نورو ناخوالو پر وړاندې نه ستړې کېدونکي مبارزه کړي ده.

د عبدالحمید مبارز د کورنۍ غړي، د هغه د مرګ لامل د زړه ناروغي او د عمر زیاتوالی بللی دی.

د هېواد مخکښ خبریال او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو پخوانی مرستیال عبدالحمید مبارز پرون (یکشنبې) د ۹۲ کلنۍ په عمر ومړ.

د ښاغلي مبارز کړي خدمتونه

ښاغلی مبارز چې کلونه یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پخواني مرستیال، د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي ټولنې د پخواني رییس، د باختر اژانس د رییس او د انیس دولتي ورځپاڼې د مرستیال په توګه کار کړی و، هغه د تېر حکومت د سولې شورا غړیتوب هم درلود.

د عبدالحمید مبارز د کورنۍ غړي، د هغه د مرګ لامل د زړه ناروغي او د عمر زیاتوالی بللی دی.

نور ولولئ:د افغانستان ښځینه خبریالانو بنسټ: په ۲۰۰ کې ۴۵ سلنه خبریالانې وزګارې دي

نور ولولئ: د یوې خبریالې په نوم د جعلي اکونټونو پرسر ناندرۍ

د عبدالحمید مبارز زوی محمد عبدالعزیز مبارز په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«هغه څه چې د ډاکټر له خوا یې سپارښتنه شوې وه، تطبیق کول. په تېرو لسو کلونو کې څو ځلې بستري شو چې بالاخره ومړ.»

بلخوا د ژورنالیزم د برخې ځينې فعالان د ښاغلي مبارز مړینه د هېواد د  کلتوري او رسنیزو ټولنې لپاره یوه ستره ضایعه بولي.

د افغانستان د ازادو خبريالانو د ټولنې رییس حجت‌الله مجددي وویل:«نه ستړي کېدونکې هڅې یې د دې لپاره وې چې په افغانستان کې خبریال او رسنۍ د خلکو په خدمت کې او د خلکو غږ وي.»

د هغه مړينه نه جبرانېدونکي ضایع

د خبريالانو او رسنيو د فډراسیون وياند بشیر هاتف هم څرګنده کړه:«له شک پرته چې د مبارز صاحب مړینه نه یوازې د افغانستان د خبریالانو او مطبوعاتو ته، بلکې د ټولو مدني فعالانو او د هغو شخصیتونو لپاره چې په بشري ټولنه کې د انسان د ازادۍ غوښتونکی دي، یوه ستره او نه جبران کېدونکې ضایعه ده.»

له ښاغلی مبارزه د ژورنالیزم او سیاست په برخه کې لږ تر لږه ۱۱چاپي اثار پاتې دي.

د هېواد پخواني ولسمشر په ۲۰۱۹ کال کې د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت (د کب ٢٧مه) د رسنیو په برخه کې د ښاغلي مبارز د خدمتونو د ستاينې په پار هغه ته د مير مسجدي خان دولتي مډال هم ورکړی و.

د یادونې وړ ده چې د پرځېدلي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د هغه پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړي ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button