نړۍ خبرونه

د افغانستان په شمال کې زلزله شوې

یوه زلزله چې چټکتیا یې د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه ۷ درجې و نن سهار وختي د افغانستان په بدخشان ولایت کې احساس شوې ده

د هند د زلزله پېژندنې ملي اداره وايي چې د دې زلزلې مرکز د فیض اباد ښار د شمال ختیځ په ۲۸۵ کیلومترۍ کې تر ځمکې ۱۰۷ کیلومتره لاندې ښودلی شوی دی.

د دې ادارې د مالوماتو پر اساس دا په تېرو ۸ ورځو کې په دې سیمه کې درېیمه زلزله ده.

پرون هم په بدخشان ولایت کې د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه ۲ درجې زلزله ثبت شوې وه.

د روانې مارچ میاشتې په دویمه نېټه هم د افغانستان او تاجکستان په بدخشانونو کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي

تر اوسه پورې د درې واړو زلزلو له کبله د ځاني او مالي زيانونو اوښتلو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د ترکيې له زلزلو وروسته داسې انګيرنې زياتې شوې چې د افغانستان شمال ولايتونه او د منځنۍ آسيا ځينې هېوادونه هم په راتلونکو کې د زلزلې پېښېدلو له خطر سره مخ دي.

په ترکيه او سوريه کې وروستيو زلزلو زرګونو کسانو ته مرګ ‌ژوبله واړوله او يوه انساني فاجعه يې رامنځته کړه

نوموړو زلزلو په قونيه کې د ۲۷ متره قطر او ۱۲ متره ژوروالي په اندازه په ځمکه کې درز پيدا کړ او د دې تر څنګ يې زيات شمير د استوګنې ودانۍ او سرکونه هم ونړول.

نور ولولئ: په ترکیه کې ویجاړونکې زلزله

نور ولولئ: افغان مېرمنې په ترکیه کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ګاڼې مرسته کوي

په يادو زلزلو کې څه باندې ۱۰۰ تنه افغان مهاجر هم وژل شوي وو او د افغانستان سرپرست حکومت د ترکيې له جمهوري دولت سره د ۱۰ ميليونو افغانيو او له سوريې سره د ۵ ميليونه افغانيو نغدي مرسته کړې وه.

افغانستان چې اوس له بې ‌ساري ځوړند اقتصادي حالت سره مخ دی او دا ډول طبيعي آفتونه به نور هم دلته روان بشري ناورين ژور کړي.

په افغانستان کې د زلزلې مرکز زياتره وخت د هندوکش غرونه ښودل کيږي چې د افغانستان بدخشان ولايت ته څيرمه موقعيت لري او وخت نا وخته د مرګ ژوبلې او مالي زيانونو لامل کيږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button