کورني خبرونه

د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسی کمپاین عملا پیل شو

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې تراوسه هم پکې د ګوزڼ ناروغي شته.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق “یونسېف” په یوه راپور کې راغلي، چې نن د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو.

تېره اوونۍ ۱۱ میلیونه ماشومان واکسین شول

د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین بهیر تېره اونۍ هم په ځینو ولایتونو کې وشو، چې په ترڅ کې یې څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومانو واکسین شول.

دا په داسې حال کې ده، چې یوازې روان کال په افغانستان کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.

د یونسېف په وینا، د ګوزڼ ضد واکسین په دغه بهیر کې چې په بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل، فاریاب او ارزګان ولایتونو کې ترسره کېږي، څه باندې یو نیم میلیونه ماشومان به واکسین شي.

نور ولولئ:  افغانستان ولې د پولیو واکسین ته اړتیا لري؟

د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پرضد د واکسین دغه بهیر د طالبانو د عامې روغتیا وزرات له‌خوا د یونسېف او د روغتیا نړۍوال سازمان په مرسته پرمخ وړل کېږي.

د پولیو مثبتې پېښې ولې ثبتېږي؟

سره له دې چې له کلونو راهیسې له بېلابېلو لارو په افغانستان کې د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو پر ضد ښه عامه پوهاوی شوی؛ خو بیا هم د پولیو نوې مثبتې پېښې ثبتېږي.

د روغتیاپالو په خبره، پولیو درملنه نه‌لري خو پرې د اخته کېدو د مخنیوي یوازینۍ لاره یې د ګوزڼ پر ضد د واکسین د دوه څاڅکو څڅول دي.

نور ولولئ: د طالبانو حکومت روغتیایي مسوولین وايي د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د خلکو ملاتړ اړین دی

اوس‌مهال افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې د پولیو ویرس په کې لا هم شته.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق “یونسېف” وايي، دغه ویروس د افغانستان په محدودو سیمو کې پاتې دی او که کورنۍ د خپلو ماشومانو د واکسین په برخه کې ناغیړي ونه‌کړي؛ نو دغه ناروغي به په افغانستان کې هم تر راتلونکې یوه کاله له منځه ولاړه شي.

خو افغانستان کې د پولیو نه صفر کېدل پړه هم پر طالبانو ور اچول کېږي. شنونکي وايي، طالبانو په هغو سیمو کې چې د دوی جنګیالي په کې وو، د واکسیو تطبق ته اجازه نه ورکوله او حتی واکسیناتوران یې وژل او له منځه یې وړل.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button